ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې  پولې ډاکټران په موسی کلا ولسوالۍ کې د ماشومانو د زېږون څانګه فعالوي

بې پولې ډاکټران په موسی کلا ولسوالۍ کې د ماشومانو د زېږون څانګه فعالوي

author avatar
2 Dec 2017 - 16:56
بې  پولې ډاکټران په موسی کلا ولسوالۍ کې د ماشومانو د زېږون څانګه فعالوي
author avatar
2 Dec 2017 - 16:56

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ لیندۍ ۹۶) د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم مسوولين وايي چې ډېر ژره  به د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د ماشومانو د زېږون يوه څانګه  فعاله کړي.

دغه څرګندونې افغانستان کې د ياد تنظيم ایم د طبي چارو د همغږۍ مسوول ډاکټر وينسټون مولانډا، کي (Winston MULANDA, K ) هلمند ولايت ته د سفر پر مهال د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه مره کې وکړې.

هغه زياته کړه، هڅه کوي ورو- ورو خپل روغتيايي خدمات لومړيتوبونو ته په کتو سره پراخ کړي.

دده په وینا، د مشرانو په غوښتنه د خپلو راتلوونکو پلانونو لومړی کار له موسی کلا ولسوالۍ څخه  پيلوي، چې يوه  مجهز زېږنتون  به هلته جوړ او ديوې مسلکي ډاکټرې سربیره به پنځه قابله ګانې چې وار د مخه هلته کارکوي، ورته مسلکي روزنه ورکړل شي .

ډاکتر وينسټون وايي، چې د اړتيا په صورت کې به هلته نور روغتيايي کارکونکي هم استخدام شي .

د بې پولې ډاکټرانو يا ام اس اف دغه چارواکي وويل، له وړاندې موسی کلا ولسوالۍ کې د عامې روغتیا په چوکاټ کې ځینې نور موسسات په اړونده برخه کې روغتیايي خدمات  ترسره کوي، خو د زېږنتون په برخه کې ستونزې شته .

هغه زياته کړه: (( موږ موسی کلا ځکه انتخاب کړه، چې له لښکرګاه څخه په لرې واټن کې موقعيت لري، د جنګي او نا امنه سیمو څخه د ولادت په تکلیف اخته مېرمنې په خپل ټاکلي وخت مرکز ته نه شي رسیدلی، چې له دې سره بیا دمور او ماشوم مړينې رامنځته کېږي.))

ډاکټر وينسټون  وويل، هغه قابله ګانې چې  په موسی کلا کې به کار کوي لومړى په مسلکي ډول سره په بُست  روغتون کې روزل کیږي، عملي کار به کوي او بیا به هلته لېږل کیږي.

د هغه په وينا، تر روزنې وروسته به دغه قابله ګانې نورمال ولادتونه دطبي معیارونو په نظرکې نیولو سره په موسی کلا کې اجرا کړي او مغلق او پیچلي ولادتونه د اړتيا په صورت کې د بٌست روغتون ته راولیږي .

نوموړي وویل، موسی کلا ولسوالي د هلمند د شمال په مرکزي سیمه کې پرته ده، چې کجکي، باغران او نوزاد ولسوالۍ ورسره نږدې دي ، پخوا تردې دغه روغتون یوازې د ورځې خدمات وړاندې کول، خو تر دې وروسته به يې  خدمات څلورویشته ساعته کیږي او ټاکلي نوکریوالان به لري.

مولانډا زیاته کړه : ((موږ غیر سیاسي ارګان يو، په  هر ځای کې چې اړتیا وي خپل روغتیايي فعالیتونه  هلته غځوو او خپل  اصول به  عملی کوو، هیڅ وسله وال نه شي کولی چې روغتون ته وسله  ننباسي او يا پردوی فشار وارد کړي. ))

یاد روغتیايي ارګان په داسي حال کې په موسی کلا ولسوالۍ کې خپل فعالیت پیلوي، چې واک  يې ددولت  له وسله والو مخالفینو سره دی.

د بې پولې ډاکترانو ياد چارواکى وايي، د لښکرګاه  بُست  روغتون  دا مهال ۳۵۰ بستره  لري، معیاري خدمات وړاندې کوي او د نورو مراجعینو سره  بیره ، هره میاشت له(( ۹۰۰  څخه  تر ۱۱۰۰))  پورې د ولادت خدمات وړاندې کوي، چې هر کال ۱۴  زره پورې رسیږي.

د هغه په وينا، په روان کال کې ۱۳ د مور او ماشوم د مړينې پېښې شوي، چې لامل يې د ناروغ په وخت نه رسېدل دي.

بلخوا د هلمند دعامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر امین الله عابد وايي، دوی له يادې ادارې سره په ټولو چارو کې همغږي دي او مرسته ورسره کوي .

هغه پژواک ته وويل، چې د موسى کلا خلکو په دغه برخه کې زياته اړتيا درلوده.

د موسی کلا ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي محمد نعیم خان پژواک ته وویل، دوی درې ځله د بې پولې ډاکترانو له مسوولینو سره کتلي او په دې اړه يې ترې غوښتنې کړې دي.

دده په وینا،هلته پخواني خدمات کمزوري وو، شخصي روغتيايي مرکزونو هم نه شواى کولی په اړونده  برخه کې سم خدمات وړاندې کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.