ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په میدان ښار او کلات کې ښوونځي ته ودانۍ او یو پارک جوړ شول

په میدان ښار او کلات کې ښوونځي ته ودانۍ او یو پارک جوړ شول

author avatar
13 Dec 2017 - 11:57
په میدان ښار او کلات کې ښوونځي ته ودانۍ او یو پارک جوړ شول
author avatar
13 Dec 2017 - 11:57

کابل- کلات (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د ميدان وردګو ولايت په ميدان ښار کې د ماشومانو يو پارک پرانيستل شو، بلخوا په زابل ولايت کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماشومانو پارک د ولایت مرکز ميدان ښار کې پر ۱۲ جریبه ځمکه جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه پارک د ښاروالۍ له پرمختیايي بودیجې د ۱۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول د څلورو کلونو په موده کې رغول شوى دى.

د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني د دغه پارک د پرانيستلو پر مهال وويل، ماشومان به وکولای شي چې د مطالعې او لوبو لپاره له يو مناسب ځای څخه برخمن شي.

د غه راز د میدانښار سرپرست ښاروال انجنیر میر اقا شهیر وویل چې په دغه پارک کې د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل، زینتي بوټي او نیالګي، ګلان، د لوبو میدانونه او هم د پارک د ساتنې او مراقبت په خاطر د پارک د کار کونکو لپاره د اوسیدلو خونې جوړې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د اتلس میلیونه افغانيو په لګښت د چوڼۍ په نوم ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستني ته وسپارل شوه.

د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک ته وويل چې پر دې ودانۍ ١٨ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د پوهنې وزارت له انکشافي بودیجې ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې دا ودانۍ د کلات ښار يوه ښوونځي ته جوړه شوې چې تر اوسه يې په کرايي کور کې فعاليت کولو.

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودین وايي د ښوونځيو لپاره د معیاري ودانیو نشتوالی یې عمده ستونزه ده او اوس پدې هڅه کې دي چې دغه ستونزه په تدریجي ډول را کم کړی.

د هغه په وينا، دغه ښوونځي شاوخوا ۲۰۰۰ تنه زده کوونکي لري چې تر دې وړاندی یې په کرايي کور کې د تدریس چاري پر مخ وړلې .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.