کندوز ښار (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): د کندوز ولايت په شېر خان بندر کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د افغانستان- تاجکستان تر منځ لاره تړل شوې ده.
په کندوز کې د سوداګرو اتحاديي مشر سيد مجتبى هاشمي د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تاجکستان پوليسو د شېر خان بندر لويه لار له افغانستان سره تړلې ده.
هغه وايي: ((د ګمرک مسوولينو ته مو مراجعه وکړه خو هغوى موږ ته هېڅ معلومات رانه کړل، نو علت يې هېڅ معلوم نه دى چې لاره ولې تړل شوې ده.))
دى وايي چې د يو شمېر سوداګرو، سوداګريز توکې له بندر ها خوا پاتې دي چې د انتقال لپاره يې بايد اجازه ورکړل شي.
د اړوندې موضوع په اړه د تخار د والي وياند نعمت الله تيموري پژواک ته وويل چې د شېر خان بندر په سيمه کې د افغانستان- تاجکستان تر منځ لويه لار د تاجکستان پوليسو بنده کړې ده.
دى وايي: ((تر اوسه يې مستقيم موږ ته څه نه دي ويلي خو فکر کوم دغه کار يې د نوي کال په جشن کې د امنيت لپاره کړى دى.))
تيموري وايي چې سيمه ييز چارواکي هڅه کوي څو د اړوندې موضوع په اړه د تاجکستان هېواد له مشرانو سره خبرې وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه تاجکستاني چارواکو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.