Language

د يوه سوداګر د تښتونې او وژلو پر جرم درې کسان پر اعدام محکوم شول

زرنج (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د نيمروز ولايت لومړنۍ ښاري محکمې په يوه ډاګيزه علني ناسته کې درې تنه د يوه سوداګر د تښتونې او وژنې په تور پر سخته سزا (اعدام) محکوم کړل.

دا محکمه نن د تورنو په شتون کې ترسره شوه، خو له تورنو د دفاع لپاره هېڅ کوم مدافع وکيل شتون نه درلود.

په غونډه کې لومړى څارنوال صورت دعوا او د تورنو پر وړاندې دلايل وړاندې کړل او ویې ويل چې شپږ کسان د نفتو د يوه سوداګر حاجي محمد عوض پر وژنه تورن دي.

وروسته بيا تورنو د موظف څارنوال ادعاوې رد کړې او هغه يې بې بنسټه وبللې.

د نيمروز د لومړنۍ او استيناف محکمې مشر قضاوت يار سيد عبدالقيوم کمالي وويل چې د دې قضيې په تړاو شپږ کسان تورن پېژندل شوي وو، خو د اسنادو او شواهدو د نشتوالي په سبب دوو برائت حاصل کړى دى.

کمالي زياته کړه، ترلاسه شوي اسناد او مدارک څرګندوي چې د نيمروز د نفتي توکو د سوداګر حاجي محمد عوض د وژنې په قضيه کې څلورو کسانو مخامخ رول درلود چې له دې ډلې نه يې درې پر اعدام او يو هم پر پنځه کاله بند محکوم شوى دى.

د محکمې مشر زياته کړه چې دا حکم قطعي نه دى که چېرې تورن قناعت ونه لري، کولى شي چې د استيناف غوښتنه وکړي.

د نيمروز يو ملي سوداګر حاجي محمد عوض درې کاله وړاندې اختطاف او وروسته و وژل شو.

د مقتول ورور غلام رسول اکرمي وويل: ((په پيل کې له پوليسو د مجرمينو د نيولو له امله مننه کوم او وروسته مې د شهيد د کورنۍ په توګه غوښتنه دا ده چې پر مجرمينو د محکمې حکم عملي شي، څو موږ ته تسليت او نورو ته عبرت شي.))

login or register a new account.

Related Topics