Language

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو يو استازى له وسله وال بريده روغ ووت

پل علم (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٦): په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازى محمد اکبر ستانکزى له وسله وال بريده روغ ووت، خو يو ساتونکى يې ووژل شو او د ملي اردو دوه سرتېري ژوبل شول.

دغه مطلب د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.

ده وويل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې اکبر ستانکزي غوښتل خپل کلي پادخواب شانه ته د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره لاړ شي.

ده زياته کړه، دغه پېښه نن غرمه کابو يوه بجه رامنځ ته شوه، ستانکزي ته په کې زيان نه دى رسېدلى، خو يو ساتونکى يې ووژل شو او د ملي اردو دوه سرتېري چې له هغه سره وو، ټپيان شول.

د هغه په وينا، د ستانکزي د موټرو کاروان، تر هغه وروسته چې غوښتل يې بېرته د لوګر مرکز ته راوګرځي، په لاره کې يو ځل بيا ورته کمين نيول شوى و، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

دى وايي، د مخالفينو کمين له مقاومت سره مخامخ شو او وسله وال وتښتېدل.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د دې پېښې د تاييدلو ترڅنګ دا کار د طالبانو وباله.

خو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.