لښکرګاه (پژواک، ٤ مرغومى ٩٦) : په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له امله ١٢ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سلام افغان د مرغومي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پرون ماښام په مارجې ولسوالۍ کې شوې، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.
په هلمند کې د سرحدي پوليسو د لوا قوماندان سمونوال ظاهر ګل مُقبل پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د مارجې په کمپ سيمه کې د ميوند ١٠ عملياتو پر مهال شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه ټانکونه ويجاړ شوي ، ٦ سرتېري وژل شوي او ٦ تنه نور يې ټپيان دي.
نوموړى وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو بيا په دې چاودنه کې د ٢٠ پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
د يادونې وړ ده چې دوې ورځې مخکې هم په هلمند ولايت کې د يوه بريد له امله ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن