ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ١٢ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې ١٢ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Dec 2017 - 09:40
هلمند کې ١٢ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Dec 2017 - 09:40

لښکرګاه (پژواک، ٤ مرغومى ٩٦) : په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له امله ١٢ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سلام افغان د مرغومي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پرون ماښام په مارجې ولسوالۍ کې شوې، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.

په هلمند کې د سرحدي پوليسو د لوا قوماندان سمونوال ظاهر ګل مُقبل پژواک اژانس ته وويل  چې چاودنه د مارجې په کمپ سيمه کې د ميوند ١٠ عملياتو پر مهال شوې ده.

هغه زياته کړه  چې په دې چاودنه کې دوه ټانکونه ويجاړ شوي ، ٦ سرتېري وژل شوي او ٦ تنه نور يې ټپيان دي.

نوموړى وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو بيا په دې چاودنه کې د ٢٠ پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

د يادونې وړ ده چې دوې ورځې مخکې هم په هلمند ولايت کې د يوه بريد له امله ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اښتې وه. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.