کندوز ښار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د چهاردرې په عملياتو کې ٦٥ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
په کندوز کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د شلمې فرقې رييس ارکان سيد قربان موسوي د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شپږ ورځې وړاندې په چهاردره کې چاڼيز عمليات شوي وو او پرون پاى ته ورسېدل.
ده وويل چې په دې عملياتو کې ٦٥ طالبان وژل شوي او ٣٣ طالبان او يو امنيتي سرتېرى ټپيان شوي دي.
موسوي وايي چې په دې عملياتو کې بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوله.
ده زياته کړه: ((زموږ عمليات پاى ته ورسېدل او موږ له چهاردرې څخه راغلو څو په بل ځاى کې عمليات ترسره کړو.))
هغه زياته کړه چې د عملياتو پر مهال شل کلي هم د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.
د چهاردرې د نهر صوفي سيمې اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې عمليات روان وو.
هغه وويل: ((د ډېرو خلکو کورونه په هوايي بريدونو کې ويجاړ شوي دي او پرون چې کله امنيتي ځواکونه لاړل نو طالبان بېرته راغلل او سيمې يې ونيولې.))
وسله طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په چهاردرې ولسوالۍ کې ماته خوړلې ده.
ده وويل چې د چهاردرې په جګړه کې پنځه امريکايان او ٢١ سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د مجاهد په وينا، په دې جګړه کې اته طالبان هم وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.