Language

ولسمشر غني : کوم طالبان چې د کابل پيښې نه غندي، ورسره خبرې نه کوو

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): ولسمشر اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال په افغانستان کې د وروستیو ترهګريزو پېښو په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټيلېفوني خبرو کې مایک پنس په کابل او ننګرهار کې د وروستیو ترهګريزو پېښو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو او خلکو په استازیتوب خپله خواخوږي او غمشریکي د افغانستان له ولسمشر او خلکو سره څرګنده کړه.

هغه زياته کړه: ((په دې سختو شرایطو کې موږ د افغانستان له حکومت او خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ یو.))

مايک پنس د ولسمشرغني مدبرانه رهبري او ټینګه اراده وستایله او زیاته یې کړه، د امریکا متحدو ایالاتونو حکومت او سرتېرې په پیاوړې اراده د افغانستان له خلکو سره مرستي ته چمتو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالاتونو د ولسمشر د مرستیال د خواخوږۍ او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له مرستو د مننې تر څنګ وویل، په کابل کې د سلواغې د اوومې نېټې ترهګريزه پېښه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې ته ورته وه چې دې ډول پېښو د تروریستي ډلو پر ضد زموږ اراده لا پیاوړې کړې ده.

ولسمشر وویل، د طالبانو د انتخاب وخت را رسېدلی دی چې افغان او مسلمان طالبان باید وروستۍ ترهګريزې پېښې وغندي او هغوی چې دغه کار نه کوي، ترهګر دي او د افغانستان دولت له هغو سره مذاکره نه کوي.

هغه د دې ټيلېوني اړيکې په پای کې زیاته کړې، د افغانستان حکومت له ترهګرو سره د جنګ او دغه راز د سولې د ټینګښت او په هېواد کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پیاوړې اراده لري.

login or register a new account.