ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاري محکمې د قتل په تور پنځه تنه په اعدام محکوم کړل

ښاري محکمې د قتل په تور پنځه تنه په اعدام محکوم کړل

author avatar
3 Feb 2018 - 19:48
ښاري محکمې د قتل په تور پنځه تنه په اعدام محکوم کړل
author avatar
3 Feb 2018 - 19:48

لښکرګاه (پژواک ١٤ سلواغه ٩٦): د هلمند ښاري محکمې د يو تن د وژلو قضيې په تړاو پنځه تنه په اعدام محکوم کړل.

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هلمند ولايت ښاري محکمې د جزا ديوان په يوه علنۍ غونډه کې د مارجې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د يو تن د وژلو قضيې په اړه پنځه تنه په اعدام او يو تن يې چې په اړوند قضيه کې يې ضمانت کړی وو، په شپږ مياشتنې حبس محکوم کړل.

سرچينه کاږي، د قضيې په تړاو موظف څارنوال خپله دعوه اقامه کړه، چې له مخې يې د لښکرګاه ښار زړې کلا سیمه کې يو تن د عبدالخالق په نوم قتل شوی او په کې يې د ښکېلو پنځو کسانو په اړه راټول شوي اسناد او دلايل محکمې ته وړاندې کړل.

سرچينه زياتوي، د قضيې په اړه د تورنو کسانو مدافع وکيلانو هم خپل د موکلينو په هکله سپيناوی وړاندې کړ، چې محکمې ته د قبول وړ ونه ګرځېدل او بالاخره د ښاري محکمې د جزا ديوان مشر قضاوتمند جمشېد باري دوست او ورسره پلاوي يې په اړه دغه  پرېکړه اعلان کړه.

د جزاء ديوان مشر جمشېد وويل: ((په ياده قضيه کې د عبدالخالق د قتل په تور ګل محمد، حقداد، محمد ولي، محمد مهدي او محمد ذکي شريکان د جرم او مجرمين وپېژندل شول، د جزاء قانون د ۳۹۵مې او ۳۹مې مادو پر اساس پر پنځو واړو د اعدام حکم ورکول کېږي او همدارنګه د مقصود په نوم بل تن، چې په اړوند قضيه کې يې د يوه مجرم ضمانت کړی دی، په شپږ مياشتو حبس محکوم کېږي.))

ده زياته کړه، دا پرېکړه وروستۍ نه ده او که ياد کسان قناعت ونه لري، کولای شي استيناف طلبي وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې علني غونډه کې د قضايي پلاوي ترڅنګ د هلمند والي حيات الله حيات، د ملي امنيت رئيس تورن جنرال ياسين خان، د استيناف څارنوالۍ رئيس، مدافع وکيلانو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون درلود.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.