پلخمري (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د بغلان پولیسو په مرکز پلخمري کې د درنو او سپکو وسلو د زرګونه مرمیو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
پولیس وايي، دغه زېرمه یې له طالبانو په تازه نیول شوو کلیو کې موندلې چې په تړاو یې تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د سلواغې په ۲۳ مه پژواک ته وویل: ((د درنو اوسپکو وسلو زرګونه فیره مرمیو ډکه ډیپو کې دهاوان، بي یو، د ټانګ ضد، ډیسي، او دفع هوا زرګونه مرمۍ دي چې د ډنډ شهاب الدين سيمې له خلازيو کلي څخه کشف او ترلاسه شوي دي.))
د بغلان امنیه قوماندان زیاتوي چې طالبانو د افغان ځواکونو پر وړاندې له همدې مهماتو کار اخیست او مقاومت يې کاوه.
دغه مرمۍ د يو پلاوي په مخ کې ډاياک پروسې ته هم وسپارل شوې.
په دغو مراسمو کې د بغلان د ولایتي شورا غړي سمیع الدین ناظر وویل: ((دغه مهمات له یوې مهمې سیمې څخه چې له ډېرې مودې راهیسې د دولت ضد وسله والو په ولکه کې وه تر لاسه شوي.))
ده وویل، دغه مهمات د افغان ځواکونو پروړاندې د کارونې په موخه ساتل شوي وو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په هڅو کشف او ترلاسه شوي دي.
دیادونې ده دوه ورځې وړاندې هم د بغلان پولیسو د مرکزي بغلان ولسوالۍ نوي ښارته څېرمه کليو کې د ځانګړو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې دغلا او قتل په تور څلور تنه له لاسي وسلو سره یو ځای نیولي وو.
login or register a new account.