Language

غزني کې درې نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شول

غزني ښار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): غزني کې اووه روغتيايي مرکزونه له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول او په دې سره به د زرګونو خلکو د روغتیا برخې ستونزې هوارې شي.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د غزني د سرې مياشتې رييس عبدالعليم نوري وويل چې دغه روغتيايي مرکزونه د سرې مياشتې او ريليف موسسې له خوا جوړ شوي دي.

ده وويل چې په دغو روغتيايي مرکزونو کې يو ګرځنده او پاتې نور په هغو سيمو کې جوړ شوي چې روغتيايي مرکزونه يې نه درلودل.

د نوري د معلوماتو له مخې، دغه روغتيايي مرکزونه د قره باغ ولسوالۍ په ميرواعظ، د زنخان په علم خېلو، د خوږياڼو په خاشع، د ګيرو په محب لاغ، د واغظ په خارسال او د غزني ښار په کلاغچ سيمه کې جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه روغتيايي مرکزونه موږ د خلکو په خوښه جوړ کړي، مخکې دلته روغتيايي مرکزونه نه وو، خلک يې په ډېرو مشکلاتو کې و خو د دغو مرکزونو په جوړېدو سره به د زرګونو کسانو روغتيايي ستونزې هوارې شي.))

نوموړي د يادو روغتيايي مرکزونو د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل خو زياته يې کړه چې ورته نور روغتيايي مرکزونه به په يو شمېر نورو سيمو کې هم ورغول شي.

بل لور ته د ګيرو اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې له ٢٠٠٦ کال راهيسې په دې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز شتون نه درلود.

ده وويل: ((دا ډېر ښه کار وشو چې د خلکو لپاره يو روغتيايي مرکز جوړ شو؛ ځکه په دې برخه کې خلکو ډېر مشکلات ليدلي دي.))

د هغه په وينا، که څه هم دغه روغتيايي مرکز په ډېرو پرمختللو وسايلو سمبال نه دى خو کولاى شي تر يوه بريده د خلکو ستونزې هوارې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.