غزني ښار(پژواک،٢ کب٩٦): د غزني د مقر او ګيلان ولسواليو سيمه ييز پوليس وايي چې که درنې او پرمختللې وسلې ورکړل شي، نو ډېر ژر به هغه سيمې له وسله والو طالبانو څخه ونيسي چې دامهال يې په کنټرول کې دي.
د غزني د مُقر يو تن سيمه ييز پوليس وزيرمحمد د کب په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ سيمه ييز پوليس پرمختللې وسلې نه لري، خو ډېرې سيمې يې له طالبانو څخه نيولې دي.
هغه زياته کړه: (( کله چې په دې ولسوالۍ کې خارجيان وو، نو ډېره لږه خاوره د حکومت په واک کې وه، خو اوس چې سيمه ييز پوليس دلته راغلي له طالبانو څخه يې ډېر ځايونه نيولي دي.))
ده وويل چې د حکومت له لوري دوى ته يواځې کلاشينکوفونه ورکړل شوي، خو په دې وروستيو کې دوى په خپلو پيسو يوه دهشکه هم اخيستې ده.
هغه وايي: (( موږ مجبوره شولو چې په خپلو پيسو دهشکه واخلو کنه مقاومت موږ ته لږ مشکل شوى وو.))
دغه راز د دې ولسوالۍ يو بل سيمه ييز پوليس عيدمحمد پژواک ته وويل چې طالبان ددوى په پرتله څو برابره پرمختللې او درنې وسلې لري.
نوموړي وويل: (( هغه وسلې چې هغوى يې لري موږ يې نه لرو، تر اوسه څو ځلې مو د وسلو او مهماتو په برخه کې وړانديزونه کړي خو چا زموږ غږ نه دى اورېدلى.))
د عيدمحمد په وينا، په دغه ولسوالۍ کې داسې سيمه ييز پوليس هم شته چې خپل موټرسايکلونه يې پلورلي او له وسله والو طالبانو سره د مقابلې لپاره يې وسلې اخيستې دي.
هغه زياته کړه: (( که دنده پرېږدو، طالبان مو نه پرېږدي، خو که له طالبانو سره جګړه کوو، بيا وسلې نه لرو په مشکل کې را ګير يو .))
بل لورته د ګيلان ولسوالۍ سيمه ييز پوليس هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
د ګيلان سيمه ييز پوليس لعل خان پژواک ته وويل چې طالبان د دوى په پرتله پرمختللې او درنې وسلې لري.
هغه وايي: (( دا ګورې زه ټپي يم، څه موده وړاندې طالبانو پر موږ د ٨٢ ملي متري توپ ډز وکړ چې بيا ډېر زخميان او مړه راته پراته وو او په همدې وخت کې بيا طالبانو زموږ دوه نور ملګري پر درازکوف باندې و ويشتل او ووژل شول.))
login or register a new account.