کندهار (پژواک، ۶ کب ۹۶): په کندهار کې د افغان ترک لیسې زده کوونکي او د هغوی والدین د افغان ترک ښوونځیو دوام غواړي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه ښوونځي دې د سیاست نه قرباني کوي.
د شاه حسین افغان ترک عالي لیسې لسګونه زده کوونکي او والدین د کب په ٦مه، کندهار پریس کلب ته راغلي وو او په یوه خبري غونډه کې یې خپلې غوښتنې شریکې کړې.
د یادې شوې لیسې د زده کوونکو د والدینو په استازیتوب حاجي بسم الله وویل، په کندهار کې شاه حسین افغان ترک عالي لیسه د زده کړې یوازینی معیاري مرکز دی او ټول خلک یې د بندولو پر وړاندې درېږي.
هغه زیاته کړه، حکومت دې د سیاسي هوکړو له مخې، د افغان ترک ښوونځیو د ۱۰ زره زدکوونکو پر وړاندې د معیاري زده کړو خنډ ونه ګرځي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که حکومت د خلکو دا غوښتنه و نه مني نو لاریونونه به وکړي او په نورو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
د والدینو په استازیتوب سرور اغا وویل، په کندهار کې په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې شته چې په دغسې یوه حالت کې دغلته افغان ترک لېسې ته سخته اړتیا ده.
هغه وویل، دا د منلو نه ده چې د دغو ښوونځیو د بندولو له امله د دې هېواد زرګونه اولادونه له معیاري زده کړو بې برخې شي.
نوموړي په دې برخه کې د ترکیې پر حکومت هم غږ وکړ چې د دغو ښوونځیو د بندولو هڅه دې نه کوي، ځکه دوی په کې له زده کړې ور ها خوا بل هېڅ راز سیاسي او نور د اندېښنې وړ فعالیتونه نه دي لیدلي.
ګڼو نورو زده کوونکو او والدینو هم په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې دا د دوی لپاره یوه حیثیتي موضوع ګرځېدلې او اجازه نه ورکوي چې دغه ښوونځي وتړل شي.
ټاکل شوې د ترکيې حکومت په افغانستان کې افغان ترک ښوونځي وتړي.
د ترکيې هېواد وروسته له هغه د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د دغو ښوونځيو د تړل کېدو پرېکړه کړې چي د فتح الله ګولن ګوند په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن شو.
افغان– ترک ښوونځی ۲۲ کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د هېواد په شمال شبرغان ښار کې جوړ شو او اوس په جوزجان، بلخ، کابل، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۲ افغان ترک ښوونځي شته چې د ترکیې هېواد دمخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن له لوري اداره کېږي.
login or register a new account.