تالقان (پژواک، ٧ کب ٩٦): د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې پوليسو د يوې ناوې په ګډون دوه کسان وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
د تخار د مرکز تالقانو د درېيمې حوزې يو اوسېدونکي غلام محمد د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پوليسو په دې سيمه کې د ملکي خلکو پر ريکشا ډزې کړې دي.
هغه وايي: ((په دې ريکشا کې يوه ناوې، لېور يې او خواښې ناست وو، شفاخانې ته روان وو چې پوليسو پرې ډزې کړې دي.))
ده وويل چې په دې پېښه کې ناوې او لېور وژل شوي او خواښې يې سخته ټپي ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، دې ناوې دوه ورځې وړاندې واده کړى و او د واده په درېيمه شپه ناروغه شوې وه.
بل لور ته د تخار امنيتي چارواکي هم دغه موضوع تاييدوي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته شوې چې پوليسو دې ريکشا ته د درېدو امر کړى خو هغوی نه دي درېدلي، نو ځکه پوليسو پرې ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې بېګاه مړی پيدا شوى و، پوليسو سيمه کلابنده کړې وه، نو دغه ريکشا راغلې او پوليسو ورته د درېدو امر کړى خو هغه نه ده درېدلې نو ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده.))
اسير وايي چې د يادې پېښې په تور د درېيمې حوزې يو افسر او څلور پوليس نيول شوي دي.
د يادونې ده، تېره اوونۍ په فراه ولايت کې هم د پوليسو پر ډزو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP