کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۶): په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره به کار کوي او د هغوی لاسي صنایعو ته به بازار موندنه کوي.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د کندهار والي زلمي ويسا، د ولایتي شورا رییس حاجي سيدجان خاکرېزوال، په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مشرې منیژه وافق او يو شمېر ښځينه او نارينه سوداګرو ګډون کړی وو.
وافق وویل، د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې له پرانيستلو څخه يې موخه د سوېلي زون ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
هغې زیاته کړه، له دې سره به د ښځو له خوا سوداګري او د ښځو اقتصاد وغوړېږي.
د دې په خبره، هغه ښځې چې وړاندې يې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کاوه، هيڅ بازار يې نه درلود څو خپل په لاس جوړ شوي توکي په کې وپلوري، خو دا خونه به د سويلي زون په کچه د بازار موندنې چارې هم تر سره کوي.
دا وايي، د دغه مرکز په وسیله به ښځې د نړۍ په کچه خپلو توکو ته بازار موندنه وکړاى شي او په دې برخه کې به پانګونه وکړي.
وافق زياتوي، له تېر يوه کال راهیسې چې په رسمي ډول يې دغه خونه پرانيستې، ښځو په بېلابېلو برخو کې څه باندې ٦٦ ميليونه ډالره پانګونه کړې ده.
په کندهار کې د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ وویل، دا چې ښځو د خپلو لاسي صنايعو لپاره په هېواد کې دننه او بهر کوم مارکېټ نه لري، نو له همدې امله یې په اقتصادي وضعیت کې بدلون نه تر سترګو کېږي.
خو دا تمه ښيي چې د دغې خونې په پرانیستلو سره به د ښځو دا ستونزه حل شي.
په ورته وخت کې په کندهار کې د لاسي صنایعو کار کوونکي د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونې په جوړېدو خوښي ښيي او وايي، د دې خونې په مرسته به خپل کاروبار ته پراختيا ورکړي.
په کندهار کې د لاسي صنایعو یوې فعالې مریم درانۍ وویل، مېرمنې به وکړای شي خپلو توکو ته بازار پیدا کړي او له نړيوال مارکېټ سره اړیکې پيدا کړي.
یو بلې فعالې نیلوفر وویل، د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې جوړېدل به د ښځو پر ژوند مثبت اغېز وکړي او اقتصاد به يې ورسره پرمختګ وکړي.
login or register a new account.