کندهار (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): د کندهار د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال جوړولو چارې بشپړې او نن د کب په ۱۵مه ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مجیب الرحمن کريمي، د کندهار والي زلمي ویسا، د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي او د دې ولسوالۍ مخورو ګډون کړی و.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د ارغنداب سیند دواړو خواوو ته د ۳۱ کيلومتره په اوږدوالي د دغه محافظوي دېوال پروژه درې کاله مخکې پیل شوې وه چې اوس بشپړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
ده زیاته کړه، دغه پروژه د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خو پلې شوې چې ټولټال ۲۲،۳ ميليونه ډالره مالي لګښت پرې راغلى دى.
د ده په خبره، د دغه محافظوي دېوال په جوړېدو ډېرې ځمکې او باغونه د سېلاب له خطر څخه وژغورل شوې.
والي یادونه وکړه چې ولایتي اداره هڅه کوي په کندهار کې نورې رغنيزې پروژې هم عملي کړي او خلکو ته خدمات او اسانتياوې وړاندې کړي.
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مجیب الرحمن کريمي د ارغنداب له اوسېدونکو مننه وکړه چې د دغې پروژې په پلې کېدو کي یې همکاري کړې ده.
هغه زیاته کړه، د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال په جوړېدو نه یواځې ډېرې ځمکې او باغونه له تخریبېدو وژغورل شوې، بلکې۲۲۰۰ جریبه ځمکه د دې وړه شوه چې بیا کرکیله ورباندې وشي.
وزير همداراز وويل چې وزارت يې په ۱۳۹۷ کال کې د ۱۵ ميليونه ډالرو په ارزښت رغنیزې پروژې عملي کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د يادې شوې پروژې په بشپړېدو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې دغه محافظوي دېوال چې اوس د دې ولسوالۍ تر بابا ولي سيمې پورې جوړ شوی د باغ پُل تر سيمې وغځول شي.
د حاجي سلام په نوم د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال پر ارغنداب سيند محافظوي دېوال د ٣١ کيلومتره په اوږدوالي له سر بند څخه تر باباولي سيمې پورې جوړ شوی، خو دا دېوال بايد تر باغ پُل سيمې پورې وغځول شي.
دى وايي، د سيند په اوږدو کې دواړو څنډو ته د انارو باغونه او کرنيزې ځمکې شته چې سيند يې وخت په وخت لاندې کوي.
login or register a new account.