Language

د غزني اعتراض کوونکو د وژل شوو کسانو جنازې خاورو ته وسپارلې

غزني ښار (پژواک، ١٧ کب ٩٦): د غزني اعتراض کوونکو د خپل اعتراض په شپږمه ورځ د وژل شوو کسانو جنازې وکړې او مړي يې خاورو ته وسپارل.

شپږ شپې وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او د يو ماشوم په ګډون یې دوه تنه ووژل، دوه ښځې يې ټپيانې کړې او دوه تنه نور يې له ځان سره بوتلل.

د همدې پېښې په غبرګون کې د غزني زرګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او د غزني په ښار کې احتجاج کړی چې له امله یې له شپږو ورځو راهيسې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه خو تېره شپه يې د مسافرو، مېوو او سبزيجاتو موټرو ته اجازه ورکړه خو ټېلري او د تېلو موټر اوس هم ولاړ دي.

اعتراض کوونکو په دې موده کې د وژل شوو کسانو جسدونه هم خاورو ته نه وو سپارلي او ويل چې قاتلين يې بايد ونيول شي او سخته سزا بايد ورکړل شي.

خو د اعتراض يوه سمبالوونکي ابراهيم نن (د کب ١٧مه) پژواک ته وويل چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني له اعتراض کوونکو سره خبرې کړې دي.

هغه وايي: ((ولسمشر موږ ته وويل چې قاتلين به نيول کېږي، برمته شوي کسان به خوشې کېږي خو يواځې اووه ورځې وخت ماته راکړئ.))

د هغه په وينا، د ولسمشر له يادو څرګندونو وروسته اعتراض کوونکو پرېکړه وکړه چې د وژل شوو کسانو جسدونه بايد خاورو ته وسپارل شي.

ابراهيم زياته کړه: ((د پلار جنازه مو په غزني ښار کې وکړه او د زوى جنازه مو په قره باغ کې وکړه او دواړه مو خاورو ته وسپارل.))

خو ده وويل چې که د اوو ورځو په جريان کې ولسمشر خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي نو دوى به پر سختو اعتراضونو لاس پورې کړي.

د يادونې ده، د دغه اعتراض په جريان کې دوه ځلې حکومتي پلاوي له کابل څخه غزني ته ولاړل خو له اعتراض کوونکو سره نتيجې ته ونه ورسېدل.

login or register a new account.