کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٦): د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې د ښار بېلابېلو برخو کې د ٩٠ زره لاس پلورونکو شتون په ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل شوى، خو د بېروبار د کمښت او ښاري ښکلا لپاره يې لاس پلورونکو ته ځانګړى ځاى په پام کې نيولى دی.
د کابل ښاروالۍ په خبره، په کابل ښار کې د لاس پلورونکو لپاره د نامعياري کراچيو پر ځاى د معياري کراچيو د ځاى پر ځاى کولو کار هم روان دى.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر عبدالجليل سلطاني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ګڼه ګوڼه په کابل ښار کې له بنسټيزو ستونزو ده او د ښار په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ٩٠ زره لاس پلورونکو شتون يې يو لامل دى.
هغه زياته کړه چې پخوا د لاس پلورونکو مديريت لپاره هېڅ کومه کړنلاره نه وه، خو له دوو کلونو راهيسې د لاس پلورونکو مديريت پر کړنلاره کار شوى دى.
سلطاني د لاس پلورونکو مديريت، د هغوى لپاره د نوو ځايونو غوره کول او د لاس پلورونکو تنظيم د دې کړنلارې برخې دي چې پلي کولو به يې ګڼه ګوڼه را کمه کړي.
نوموړي وويل چې د لاس پلورونکو مديريت د کابل ښار ځينو مزدحمو برخو لکه پل باغ عمومي، ګوټه سنګي، کارته نو، سراى شمالي او لسګونه نورو ځايونو ته د ښاروالۍ په کارونو کې لومړيتوب ورکوي.
سلطاني زياته کړه چې له نوې کړنلارې سره سم بايد لاس پلورونکي د کابل ښاروالۍ له کړنلارې سره سم د ښاروالۍ د لاس پلورونکو نوي ډېټابېس کې ثبت شي، وروسته د لنډ مهال لپاره وړيا جواز ترلاسه کوي او له دې کړنلارې سره سم بايد کراچۍ وپېري.
نوموړي زياته کړه چې کابل ښاروالي په ځانګړي ډول له کوم توليدي شرکت سره په دې اړه تړون نه دى کړى او لاس پلورونکي کولاى شي چې دا کراچۍ هر ځاى ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ښاروالۍ موخه يوازې دا ده چې د نا معياري کراچيو پر ځاى معياري کراچۍ ځاى پر ځاى کړي، څو د ښار د ښکلا او ګڼې ګوڼې د کم والي سبب شي.
سلطاني وويل چې پخوا يو شمېر لاس پلورونکو شکايت درلود چې د پوليسو او ښاروالۍ ناحيو ځينو موظفينو په بېلابېلو بهانو له دوى څخه پيسې غواړي او د کار مخنيوى يې کوي، خو د نوې طرحې په پلې کېدو سره به نور هېڅوک پيسې ونه غواړي او لاس پلورونکو هم د ښاروالۍ له دې طرحې هرکلى کړى دى.
سلطاني زياته کړه چې له عمومي واټونو د پليو لارو د جلا کولو لپاره يې د کابل ښار په مزدحمو برخو کې د ٢٥زره متره مربع کټارو لګولو چاره پيل کړې ده.
په ځانګړو ځايونو کې د لاس پلورونکو د تنظيم او معياري کراچيو ځاى پر ځاى کولو لپاره د کابل ښاروالۍ تازه طرحه د خلکو له هرکلي سره مخ شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP