Language

بغلان  کې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

پلخمري (پژواک،٢٠کب٩٦): د بغلان پوليسو سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي چې د لېږد په تور يې دوه تنه هم نيول شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حسین خېل د کب په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په بغلان کې د نشه یي توکو پر وړاندې  د مبارزې پولیسو ۴۴۹ کیلوګرامه چرس چې په هینو موټر کې بار وو او وړونکو  یې د دې ولایت له مرکز پلخمري څخه کابل ته د لېږد نیت درلود، نیولي دي.

ده زياته کړه، پولیسو د نیول شوو نشه یي توکو د لېږد په تور دوه تنه هم نیولي چې له پوښتنو وروسته به عدلي ارګانو ته وسپارل شي.

دغه راز د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم د نیول شوو نشه یي توکو په اړه پژواک ته وویل چې حکومت د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کړې، خو په هېواد کې هغه مافیا کړۍ چې له همدې لارې خپل لګښت پوره کوي، نه غواړي دغه شوم توکي ورک شي.

د ده په وينا، هغه سیمې چې ډېرې ناا منه دي، د نشه یي توکو قاچاق په کې په اسانۍ کېدلی شي؛ د اچې د بغلان امنیتي وضعيت هم ښه نه دی، قاچاقبرو ته زمینه برابره شوې چې له بغلان نه د دغه ناقانونه توکو لېږد تر سره کړي.

همدارنګه د بغلان د ولایتي شورا ريیس صفدر محسني هم پژواک ته وویل، دا څو هم ځل دی چې په بغلان کې نشه یی توکي نیول کېږي، ښکاري چې دنشه يي توکو قاچاق زیات شوی او په دې ولايت کې د تېر په پرتله په نشه روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی هم راغلى دى.

د یادونې ده چې په یوه اوونۍ کې دا درېيم ځل دی چې په بغلان کې نشه یي توکي او قاچاقبر نیول کېږي. دوه  ورځې وړاندې هم پولیسو په یاد ولایت کې د ۹۲ کیلو ګرامه نشه یي توکو د لېږد په تور یو تن نیولی و.

login or register a new account.