فراه (پژواک، ٢١ کب ٩٦): د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ مرکز تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلى او اوسمهال د دغه مرکز په شاوخوا دوه کيلومترۍ کې د طالبان او ملي اردو ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
د ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي حسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه ناوخته شاوخوا درې بجې د دې ولسوالۍ پر مرکز بريد کړى دى.
هغه وويل چې طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ د ولسوال او قوماندانۍ دفترونه نيولي او نن اته نيمې بجې يې د ملي امنيت دفتر چې د قوماندانۍ په دوه کيلومترۍ کې په دهنه سيمه کې دى، هم نيولى دى.
د هغه په خبره، اوسمهال (٨:٤٠ سهار) د ملي اردو ځواکونو او طالبانو تر منځ د ملي امنيت دفتر ته نږدې سخته نښته روانه ده.
هغه زياته کړه چې طالبانو د ولسوالۍ ځيني وسايل سوځولي او د قوماندانۍ ودانۍ يې په چاودنه نړولې ده.
د فراه ولايتي شورا غړي دادالله قانع د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د انار درې ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ورغلى او دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
قانع وويل چې اوس هم د دې ولسوالۍ په دهنه سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه جګړه روانه ده او که چېرې مرسته ور ونه رسېږي، د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله به لوړه شي.
پژواک د فراه له امنيه قوماندان سره ټيلېفوني اړيکه ونيوه، څو په دې اړه معلومات ورکړي، خو هغه په ځواب کې وويل: ((موږ کار ته نه پرېږدئ.)) او اړيکه يې پرې کړه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د ولسوالۍ مرکز يې نيولى او دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
فراه د هېواد له نا امنو ولايتونو څخه دى، خو د دغه ولايت انار دره ولسوالۍ په کې تر ټولو ډېره نا امنه ده.
د راپورونو له مخې، په وروستيو دوو ورځو کې په دغه ولايت کې شاوخوا ٢٠ دولتي ځواکونه وژل شوي دي.
login or register a new account.