پلخمري (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): په بغلان کې سلګونو دیني عالمانو په هېواد کې د سولې پر راوستو او خلکو تر منځ پر يووالي ټينګار کړی او زياته کړې یې ده چې د متعصبینو پر وړاندې هم بايد جدي مبارزه وشي.
د بغلان سلګونو دیني عالمانو په هېواد کې د سولې ملي یووالي او تعصب ته د نه ویلو په موخه د رسول اکرم ص پر اخلاقو جوړې شوې سترې غونډې کې حکومت او طالبانو تر منځ د ژر سولې غوښتنه وکړه.
دیني عالمانو په ټولنه کې پر تعصب او قوم پالنې اندېښنه وښوده او د تعصب کوونکو پر وړاندې یې له حکومت او عالمانو د مبارزې غوښتنه هم وکړه.
مولوي عبدالباري د کب په ۲۴مه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د افغانستان اوسني وضعيت له دیني عالمانو هم لار ورکه کړې ده.
هغه وايي: ((موږ نه پوهېږو چې پر کومه ولاړ شو چې سمې ته ورسېږو خو که په دغه اساس وخت کې د ښو او بدو توپیر وکړو، ممکن هر څه سم او د هېواد وضعيت هم راسره سم شي.))
ده وویل قوم پالنې په دیني عالمانو کې هم نفوذ کړی او که دیني عالمان له تعصبه ځان ونه ژغوري د ټولنې واک به مو په اسانه پردیو لاسته پریو ځي.
غونډې ته له کابله راغلي مولوي عبدالحکیم منیب وويل چې په وروستیو کې د دیني عالمانو له خولې هم د تعصب خبرې اورېدل شوې دي.
هغه وايي: ((که دغه لړلۍ دوام پیدا کړي هېواد مو د یوې بلې پټې او خطرناکې جګړې لور ته ځي راټول شوي یو چې ټول ژمنه وکړو دیني عالمان او عام خلک تعصب نه کوو او نه هم تعصب لرونکو خلکو سره ناسته پاسته ساتو.))
ده وویل له عالمانو سره یې لیدلي او ژمنه یې کړې چې کوڅه په کوڅه وګرځي او د افغانستان له خلکو تعصب او قوم پالنې فکر لرې کړي.
نورو دیني عالمانو هم له چارواکو او عامو خلکو ورته غوښتنې لرلې او په افغانستان کې په ژر سولې او پخلاینې ټینګار وکړ.
د غونډې په پاى کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل چې عالمان د هېواد ستنې دي او هېواد پیاوړو ستنو ته اړتیا لري.
ده وويل: ((د دیني عالمانو هره غوښتنه د منلو ده حکومت یې تر شا ولاړ دی او له دیني عالمانو هم غوښتنه کیږي چې د شته نظام او حکومت چې په اوس وخت کې یې بدیل نه لیدل کیږي ملاتړ وکړي.))
والي پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د حکومت له خوا د وړاندیز شوې سولې خبرې دې پیل او په افغانستان کې روانې جګړې ته دې پای ورکړي.
په بغلان کې د دیني عالمانو دغه ستره غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي چې په هېواد کې ځیني سیاسي ډلې دولت پر ضد نوي ایتلافونه جوړوي او طالبانو هم تر دې دمه د حکومت له خوا د سولې وړاندیز شوې نوې طرحې ته ځواب نه دی ویلی.