Language

والي: اریانا دې له کندهاره کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ډېرې کړي

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): د کندهار والي د اریانا افغان هوايي شرکت له مسوولینو غوښتنه کړې چې دغه شرکت دې له دغه ولایته کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ډېرې کړي.

دغه څرګندونې د والي زلمي ویسا او د اریانا افغان هوايي شرکت د فروشاتو د مسوول محمد طاهر علمیار تر منځ په لیدنه کې وشوې.

والي وویل، له کندهاره د مسافرينو شمېر د پخوا په پرتله زيات شوی او اړتيا ده چې اريانا افغان هوايي شرکت خپلې الوتنې ډېرې کړي.

هغه د کابل تر څنګ سعودي عربستان، متحده عربي امارات او هند یاد کړل چې الوتنې ورته ډېرې شي.

د اريانا افغان هوايي شرکت د فروشاتو مسوول محمد طاهر علميار وویل، د کندهار د مسافرو ستونزې به ژر حل کړي.

هغه زیاته کړه، له کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه به جدې ته په اوونۍ کې دوې الوتنې، عربي متحده اماراتو ته هم دوه او هندوستان ته یوه الوتنه ځانګړې کړي.

د کندهار ولایتي اداره وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت تر څنګ یې له کام ایر هوايي شرکت سره هم خبرې پیل کړې څو په ورته توګه خپلې الوتنې ډېرې کړي.

دغه ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې تېره ورځ د کندهار سیاحتي او د ټکټ پلورنې شرکتونو د اریانا او کام ایر د هوايي شرکتونو له ناسم او کمزوري فعالیت څخه شکایت وکړ او احتجاجاً یې خپل کارځایونه وتړل.

هغوی شکایت کاوه چې ياد دوه شرکتونه له کندهاره مسافر پر وخت نه لېږدوي او د هغوی د ټکټونو د لغوه کولو پر مهال د ټکټونو د پيسو په ورکړه کې هم ستونزې جوړوي.

احتجاج کوونکو له مسوولو چارواکو د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې وه.

تر دې وړاندې په خپله مسافرو هم په وار وار د الوتنو د ځنډ له امله شکایتونه کړي خو ستونزه یې حل شوې نه ده.

د کندهار هوايي ډګر رييس احمدالله فيضي وايي، د الوتنو د ځنډ ستونزې ډېر مهال د الوتکو د تخنيکي ستونزو له امله پېښېږي چې هغوی يې د هواري لپاره هڅې پيل کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics