پلخمري (پژواک، ٤ ورى ٩٧): وسله والو طالبانو بغلان ولايت کې له ازبکستان څخه کابل ته د غځېدلې برېښنا د مزو قطع کولو ګواښ کړی.
طالبانو د وري په ٤مه، رسنيو ته په يوې لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د بغلان ولايت هغو سیمو ته چې ورته د برېښنا د ورکړې ژمنه شوې وه، خو کارونه یې په نیمه کې درېدلي دي.
هغوى ويلي، که چېرې په نږدې راتلونکي کې یې د مزو غځولو کار پیل نه شي له بغلان ولایته به کابل ته د غځېدلې برېښنا مزي غوڅ کړي، خو ددې ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ددې ګواښ مخه به ونيسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، که د برېښنا شرکت ژر د بغلان ولایت مرکز ډنډ غوري، شهاب الدین او دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکو سره د برېښنا رسونې کړې ژمنې پوره نه کړي او د پروژې پاتې چارې هم بشپړې نه کړي؛ نو دوى اړ دي چې کابل ته غځېدلې برېښنا پرې کړي.
د بغلان د برېښنا شرکت ریيس سلطان احمد عزیزي د طالبانو له نوي ګواښ څخه ناخبري وښوده.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال يې يادو سيمو ته د برېښنا ستنې رسولې دي او د مزو لپاره يې مرکز ته وړانديز لېږلى دى .
عزيزي وايي، کله چې د برېښنا مزي او نور اړونده وسايل بغلان ته ورسېږي، نو د يادو سيمو د برېښنا ستونزه به هم هواره شي.
په شمال ختیځ زون کې د برېښنا شرکت ريیس حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل : (( موږ سمدلاسه هیڅ په لاس کې نه لرو، خو هڅه کوو چې یادو ټولو سیمو ته برېښنا ورسوو چې وخت ته یې اړتیا ده.))
ده زياته کړه، د برېښنا شرکت تل په متوازن ډول غوښتي چې ټولو افغانانو ته برېښنا ورسوي او هڅه کوي هغو سیمو ته چې ستنې یې پخوانه درول شوي پاتې مواد ورسوي .
هغه له طالبانو وغوښتل چې له دې ګواښه لاس واخلي، ځکه چې که له ازبکستان هېواد څخه د راغلې برېښنا مزي غوڅ شي په زرګونو جوماتونو، دیني مدرسو او روغتیايي مرکزونو به برېښنا بنده شي چې دحکومت په پرتله عامو خلکو ته یې ډېر زیان اوړي.
ده زیاته کړه چې له تاجکستان څخه پلخمري ته د غځېدلې برېښنا مزي چې ۱۶ میګا واټه برېښنایې لېږدوله دکندوز مرکز خواجه غلتان سیمه کې له څو ورځو راهیسې پرې کړل شوې چې دې کار هم بغلان ته تللې برېښنا بنده کړې او که په ډنډ غوري کې له ازبکستان هېواد څخه د راغلې برېښنا مزي غوڅ شي ښکاره ده چې نه یواځې بغلان، بلکې پلازمېنه کابل به هم تیاره شي .
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته وویل چې بغلان کې هېڅ یوه سیمه له دغه ډول ګواښ سره نه ده مخ شوې او مخالفینو تل هڅه کړې چې دتبلیغاتوله لارې خلک اندېښمن کړي .
login or register a new account.