ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د پرلت ګډونوالو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړ

د هلمند د پرلت ګډونوالو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړ

author avatar
29 Mar 2018 - 18:29
د هلمند د پرلت ګډونوالو د نه خوړلو اعتصاب پيل کړ
author avatar
29 Mar 2018 - 18:29

لښکرګاه (پژواک، ۹وری۹۷): په هلمند کې د پرلت خېمې ګډونوال وايي، دا چې دولت او وسله والو طالبانو يې غوښتنو ته منفي ځوابونه وويل، د نه خوړلو اعتصاب يې پيل کړ.

د دې خېمې يوه ګډونوال اقبال خيبر نن د تېرو څو ورځو د فعالیت او موخو راپور سلګونو کسانو ته وړاندې کړ او ويې وويل: "نه مو طالبانو هرکلی وکړ او نه هم افغان حکومت."

د ده په وينا، له حکومت څخه يې د دوو ورځو لپاره د اوربند غوښتنه وکړه، څو دغه ډالۍ طالبانو ته يوسي، خو دوی ته يې مثبت ځواب ورنه کړ.

هغه زياته کړه، بل خوا طالبانو هم د دې په ځای چې موسی کلا ولسوالۍ ته يې د ورتلو هرکلی وکړي، غوښتنه يې ترې کړې چې د امريکايانو اډو ته ورشي او له هغوی سره خبرې وکړي.

دى وايي: "موږ غوښتل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ولسي زمينه برابره کړو، خو داسې ونه شول."

نوموړى زياتوي، دوى به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د دواړو غاړو د منفي ځوابونو په غبرګون کې له نن مازيګر راهيسې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کوي.

په همدې وخت کې يو ځوان په چيغو او ژړا پيل وکړ او ويې ويل: "موږ فکر کاوه چې موسی کلا کې به په ګودر کې اودس وکړو او د هغوی په ملا امام پسې به لمونځ وکړو، د سولې خبرې به وکړو، خو هغوی په موږ د ملنډو وهلو پيل کړی دی."

د ده په خبره، اوس دوى پوه شول چې دواړه غاړې د سولې کولو واک نه لري، زموږ اوښکې يې وچې نه کړې او خوښي يې ور څخه اخيستې ده.

له دې سره د غونډې ځوانانو او سپين ږيرو په چيغو چيغو وژړل، چوپتيا خپره شوه او د اعتصاب پرېکړه يې قبوله کړه.

د يوه خصوصي ښوونځي مسوول محمد سرور غفاري وويل: "د سولې او امنيت راوستو واک بايد په خپله ولسونه په غاړه واخلي، موږ بايد ناهيلي نه شو او نه هم د سولې پر وړاندې چوپ پاتې شو."

د ده په وينا، دا ځل به تر هغو مبارزه کوي، څو چې ولسونه خپله راټول او د هېواد برخليک ټاکلو لپاره لوی حرکت پيل نه شي.

دغه خېمه پنځه ورځې وړاندې په لښکرګاه کې تر يوې زورورې چاودنې وروسته د سولې غوښتلو په پار ودرول شوه. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.