پلخمري (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د بغلان اوسېدونکي د نفوسو د احوال د ثبت په اداره کې د کار له خنډ او ځنډه شکایت لري او وايي چې د پاسپورټ او تذکرې اخيستو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بغلان د نفوسو د احول د ثبت ادارې مراجعین وايي، د یادې ادارې مامورین د یوې ورځې کار تر یوې اوونۍ ځنډوي، دوی وايي هغه کسان چې واسطې لري او يا هم پيسې ورکوي، کار يې ډېر ژر خلاصېږي.
د دغو کسانو له ډلې د بایسقال سیمې اوسېدونکي عبدالبصیر د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه میاشت کېږي چې د پاسپوټ ترلاسه کولو عریضه یې کړې، ۱۷ ورځې په امنیې قوماندانۍ کې پرته وه او دا دی یوه اوونۍ کېږي چې د نفوسو د احوال د ثبت له ادارې د خپلې جوړې تذکرې تايید نه شي ترلاسه کولای.
ده وویل: ((هر سهار وختي د تذکرو دفتر ته راځم او ماسپښین ناوخته بېرته کورته ځم او د سبا ورځې په تمه چې ګوندې تذکره به مې تايید شي، وختي د تذکرو دفتر ته ځان را رسوم خو کار مې هېڅ نه خلاصېږي، يوه ورځ وايي مدير نشته دى، يوه ورځ بله پلمه جوړوي.))
عبدالبصیر وايي چې چا ورڅخه پیسې نه دي غوښتې خو هغو کسانو چې په پیسو یې خپل کارونه خلاص کړي وو ورته ويلي یې دي چې څو څه ورنه کړي د تذکرې تايید يې نه کېږي.
دغه راز د پلخمري د کهنه مسجد کلي اوسېدونکي عمرا خان هم پژواک ته وویل: ((لس ورځې شوې چې هره ورځ د تذکرو دفتر ته راځم او لا مې هم کار نه دی شوی نور نو بې حوصلې شوی یم، نن چا راته وویل چې پیسې ورکړې، کار به دې وشي زه پیسې ورکوم چې کار مې وشي خو هغه څوک راته نه دی معلوم چې پیسې واخلي او کار مې را خلاص کړي.))
د هغه په وينا، په راغلو کسانو کې څو تنه يې سخت ناروغان دي چې غواړي بل هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شي خو د تذکرې او پاسپورټ کار يې نه خلاصېږي.
عمرا خان له اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه چې د تذکرو او پاسپورټ په برخو کې د خلکو ستونزو ته ژر رسېدنه وکړي.
همدارنګه د پلخمري اوسېدونکي نصرالله خان او ورسره یو شمېر نورو هم د پلخمري نفوسو د احوال د ثبت له ادارې ورته شکایتونه لرل، دوی هم له مسوولینو د یادو ستونزو د ژر حل غوښتنه وکړه.
بل لور ته د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پلخمري د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د تذکرو د ثبت څانکې مدیر عبدالدیان خلکو د شکایت په اړه پژواک ته وویل چې د کار د زياتېدو له امله ځکه د تذکرو د ورکړې چارې ژر نه ترسره کېږي.
هغه وايي: ((دغه اداره یواځې د تذکرو ورکړې مکلفیت لري اوس چې ګاونډي هېوادونه له پاسپورټ پرته افغانان نه مني نو زموږ کار زيات شوى، زموږ مامورین باید د پاسپورټ اخیستونکو تذکرې هم تايید کړي دلته د ورځې له پنځه سوو ډېر کسان د تذکرو تايید لپاره راځي.))
ده وویل، فکر نه کوي چې مامورینو دې له خلکو پیسې غوښتې او یا هم اخیستې وي خو دومره ویلای شي چې ددغې ادارې مامورین هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري.
login or register a new account.