Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غزني کې دوه مسافر شکوونکي پولیس نیول شوي

 

غزني ښار (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): د غزني امنيتي مسوولينو د غزني- پکتيکا پر لويه لار دوه هغه پوليس نيولي چې له مسافرو به يې په زور پيسې اخيستې.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د وري په ١٢مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې امنيتي موظفينو تېره ورځ د غزني- پکتيکا پر لويه لار دغه دوه پوليس نيولي دي.

هغه وايي: ((تېره ورځ دې پوليسو په يو موټر پسې ډزې هم کړې وې چې له امله يې يو تن ټپي شوى دى خو بيا نور پوليس ورغلل او دوى يې ونيول.))

د قوماندان په وينا، يادو دوو پوليسو د غزني- پکتيکا پر لويه لار له مسافرو پيسې اخيستې او هم يې خلک ځورول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په ياده لار کې ورته ستونزې ډېرې شوې چې د حل لپاره يې يو کمېسيون ګومارل شوى دى.

بل لور ته د غزني اوسېدونکي هم له ورته ستونزې شکايت لري.

د غزني د ښار اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د غزني- پکتيکا پر لويه لار د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنيتې پوستې جوړې شوې چې پوليس يې له مسافرو او موټرو چلوونکو په زور پيسې اخلي.

هغه وايي: ((زه خپله په دې پوليسو برابر شوى يم، خلکو ته وايي چې موږ ستاسو امنيت ساتو بايد پيسې راکړئ که څوک پيسې ورنه کړي نو بيا يې سخت ډبوي.))

د هغه په وينا، ورته ستونزه د کابل- کندهار پر لويه لار د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم شته چې بايد مخه يې ونيول شي.

د يادونې ده، تېر کال د غزني امنيتي مسوولينو د کابل- کندهار پر لويه لار شپږ هغه پوليس نيولي وو چې له مسافرو به يې په زور پيسې اخيستې او هم به يې خلک ځورول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.