پل علم (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي، بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.
هغه وايي: ((شبکو ته يې اخطار ورکړى که چېرې فعاليت بند نه کړي نو ټول انتنونه به يې وسوځول شي.))
د صالح په وينا، د مخابراتي شبکو د نه فعاليت له امله دا مهال خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
خو نوموړى وايي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب هلې ځلې پيل شوې څو دغه ستونزه هواره شي.
دغه راز د لوګر ولايتي شورا غړي محمد قسيم خوشيوال هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې طالبان بايد د خپلو موخو لپاره عام خلک له ستونزو سره مخ نه کړي.
هغه وایي: ((له بېګاه نه زموږ اړيکې د څرخ ولسوالۍ له خلکو سره قطع شوې دي چې دا يو لوى مشکل دى.))
دا چې په څرخ کې مخابراتي شبکې کار نه کوي نو له امله موږ ونه شو کولاى چې د اړوندې موضوع په اړه د څرخ له اوسېدونکو سره خبرې وکړو.
بل لور ته طالبان دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د مخابراتي شبکو فعاليت بند شوى دى.
هغه وايي: ((د مخابراتي شبکو بندیز جلا امنیتي مسئله ده او موقته به وي؛ ځکه امریکایان له ټيلېفوني زیګنالونو په استفاده پر کورونو او کلیو چاپې وهي او یا بمبارونه کوي چې د خلکو ژوند ژغورل مهمه اړتیا ده.))
داسې مهال وسله وال طالبان په څرخ ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندوي چې له وړمې ورځې راهيسې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو دروازې هم د زده کوونکو پر مخ تړل شوې دي چې له امله يې زرګونه کسان له زده کړو پاتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن