Language

غزني کې د هدفي وژنو په تور پنځه کسان نیول شوي

غزني ښار (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د ملي امنيت ځواکونو په غزني ښار کې پنځه کسان د هدفي وژنو په تور نيولي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پنځه کسان تېره ورځ ناوخته د ملي امنيت له لوري نيول شوي دي.

هغه وايي چې له دغو کسانو بې غږه تومانچي هم ترلاسه شوې چې دولتي کسان به يې پرې په نښه کول.

نوري زياته کړه چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

ويل کېږي چې په نيول شوو کسانو کې يو قصاب دى چې د قصابۍ تر څنګ به يې خلک هم وژل.

بل لور ته د غزني ښار اوسېدونکي حمدالله وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

هغه وايي: ((داسې ورځ نه وي چې يو کس دې په بې غږه تومانچه ونه وژل شي، خو قاتل بيا نه نيول کېږي.))

ده ټينګار وکړ چې نيول شوي کسان بايد هر څه ژر د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي څو نور له دغه کار څخه لاس واخلي.

د غزني د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پيله تر اوسه په ورته پېښو لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.