Language

جنرال رازق: خلک دې د خپل برخلیک ټاکلو په موخه د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي

کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۹۷): د کندهار امنیه قوماندان په ټاکنو کې د رايې ورکولو په موخه د نوم ليکنې پر مهال له خلکو وغوښتل چې د خپل برخلیک ټاکلو په موخه په دغه پروسه کې برخه واخلي.

په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره د نوم ليکنې لړۍ د وري په ٢٥ مه د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوې او په راتلونکې کې به د ولسواليو مرکزونو او بيا لرې پرتو سيمو ته وغځول شي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه تر سره شي.  

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او مېرمنې يې نن د کندهار ښار په احمد شاه بابا لیسه کې نوم ليکنه وکړه.

ده د لوی کندهار له خلکو وغوښتل چې په لوړ شمېر د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون وکړي او ځانونه د دې جوګه کړي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

د هغه په وينا، ټولو ملکي او نظامي ادارو ته یې خبر ورکړی چې يواځې د هغو کسانو عريضې اخلي او کار کولاى شي چې تذکره ولري او ټاکنو ته يې نوم ليکنه کړې وي.

ده وویل، د نوم لیکنې په پروسه کې د ډېرو خلکو ګډون د دې لامل کېږي چې اهل او خدمتګار کسان ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

جنرال رازق هیله وښوده چې دا ځل به ټاکنې رڼې او د تېر په شان له درغلیو ډکې نه وي، خو ويې ويل مهمه دا ده چې خلک په لوړ شمېر په دغه ملي پروسه کې ګډون وکړي.

دى هغه خبرې بې ځایه ګڼي چې ګواکې په ټاکنو کې تصمیم نیوونکي بهرنیان دي.

هغه دغه راز ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به په کندهار ښار او ولسوالیو کې د نوم لیکنې او ټاکنو د مرکزونو امنیت خوندي کوي.

login or register a new account.

Related Topics