غزني ښار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ٩٧) : د غزني يو شمېر اوسېدونکو په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون پر وړاندې د اعتراض خېمه ودروله.
دوى په غزني کې د ټاکنو د حوزوي کېدو او په کمېسيون کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.
هغوى ګواښ وکړ، څو پورې چې ټاکنې حوزه يي نه شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې به برخه وانخلي.
د غزني والي عبدالکريم متين چې د غويي په لومړۍ نېټه، دغې خېمې ته ورغلى و، د خلکو غوښتنې پر ځاى وبللې او ژمنه يې وکړه چې دغه غږ به لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.
هغه زياته کړه، دا د ټولو غوښتنه ده چې بايد ټاکنې حوزه يي شي، ترڅو د غزني ټولو اوسېدونکو ته خپل حق ورکړل شي.
متين وايي: ((په دې ولايت کې بند سايټونه بايد خلاص شي، ټاکنې حوزه يي شي، زه له دې خلکو سره خپل غږ بدرګه کوم او دا غږ به پورته رسوم.))
والي له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل غږ دې په تاوتريخوالی نه اړوي.
د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله سروري هم وويل، که چېرې دولت د دوى غږ وا نه وري، ټاکنې حوزه يي نه شي؛ نو دوى به لويو لارو ته ووځي، لارې او د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر به وتړي.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې د ټاکنو کمېسيون کې ټول د يوه قوم خلک ګومارل شوي او نورو قومونو ته خپل حق نه دى ورکړل شوى.
سروري وويل، دولت په لوى لاس د خلکو لپاره ټاکنې سختې کړې دي او که داسې دوام پيدا کړي، خلک ښايي په ټاکنو کې هېڅ برخه وانخلي.
د غزني د علماوو شورا رييس مولوي محمد اسماعيل چې يادې خېمې ته راغلى و، وويل چې د غزني د ټاکنو کمېسيون کې ٤٠٠ کسان پر دندو ګومارل شوي، چې ٢٥ تنه يې پښتانه، لس تنه يې تاجک او نور يې ټول له هزاره توکم سره تړاو لري.
هغه د دې ګومارنو د لغوه کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې ټولو قومونو ته بايد يو ډول حق ورکړل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP