Language

د بغلان والي: طالبان په دولتي روغتيايي مرکزونو کې درملنه  کولى شي

پلخمري (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ٩٧) : د بغلان ولايت ځايي چارواکو د سولې لپاره د ښه نيت له امله وسله والو طالبانو ته په دولتي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې اجازه ورکړې ده.

د بغلان والي عبدالحي  نعمتي دغه څرګندونې د غويي په لومړۍ نېټه، د ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د سولې په اړه يوې لويې غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه، حکومت  چمتو دى چې  وسله والو طالبانو ته نور هم ځان نږدې کړي او په همدې موخه يې د ولايت ټولو روغتيايي مرکزونو ته  امر کړی چې  د وسله والو طالبانو  ناروغان تداوي او ښه چلند ورسره وکړي .))

نعمتي وايي : (( موږ   نه غواړو چې افغانان ووژنو او له هغو  چې  موږ  وژني غوښتنه کوو، چې  ورور  وژنه بس کړي  او افغانستان  د ولسمشر له لوري  وړاندې شوې  د سولې  بې قيده طرحې ته مثبت ځواب  ووايي. ))

والي  غونډې  ته راغلو سلګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه  د سولې په اړه   په کليو بانډو کې  د عامه پوهاوي  او په  راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو غوښتنه وکړه .

د بغلان  داستېناف محکمې  رييس محمد حسن صديقي ګډونوالو ته د سولې د ارزښت په اړه ووويل، چې اسلام پر درواغو بندېز لګولى، خو د سولې لپاره يې د اړتيا پر مهال ددروغو ويلو اجازه ورکړې ده.

هغه ددولت او وسله والو تر منځ  د سولې  لپاره  دديني  عالمانو رول  او هڅې  اړينې  وبللې او په افغانستان کې  يې روانه جګړه هم  ددوه مسلمانو ډلو ترمنځ  جګړه وبلله .

د بغلان د سولې ولايتي کمېټې  رييس اسدالله شهباز هم  په خپلو خبرو کې  له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې  له همدا نن وروسته دې  په کليو کې  د سولې پروسې  د چټکتيا لپاره لاس په کار شي .

هغه زياته کړه چې ډېر ژر به د سولې او د روانې جګړې پر ضد په دې ولايت کې د علماوو يوه لويه غونډه جوړه شي.

ددې غونډې يو تن ګډونوال چې د طالبانو تر واک لاندې سيمې څخه راغلى و او د نوم له خپرولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د حکومت له خوا په روغتونونو کې دوسله والو طالبانو ناروغانو درملنې اجازه ورکول ښه زېری دی  او دغه ګام  به  د يو شمېر طالبانو پر ذهنونو مثبت اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ولايت په دوو سيمو کې د سولې خېمې هم لګول شوې دي.

login or register a new account.