غزني (پژواک، ٤ غويی ٩٧): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت اتيا سلنه اوسېدونکي حاضر نه دي چې د رايې ورکولو لپاره پر خپلو تذکرو سټېکر ولګوي.
دغه څرګندونې د غزني والي عبدالکريم متين د غويي په څلورمه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې ٦٠ سلنه خلک تذکرې نه لري او په پاتې ٤٠ سلنه کې يې بيا اتيا سلنه حاضر نه دي چې د رايې ورکولو لپاره پر خپلو تذکرو سټېکر ولګوي.
ده زياته کړه: ((د یو چا چې ژوند په خطر کې وي، هغه بیا کله پر تذکره سټېکر لګوي، کله چې سټېکر ونه لګېد، په ټاکنو کې برخه نه اخلي چې برخه يې وانه خیسته په غزني کې ټاکنې ناکامې دي.))
ده وړانديز وکړ چې د ټاکنو کمېسيون بايد د هغو ولسواليو د خلکو پر تذکرو سټېکر ونه لګوي چې امنيتي ګواښونه يې لوړ دي.
هغه زياته کړه: ((بله دا چې د رايې ورکونې لپاره بايد ځاى مشخص نه وي؛ ځکه نن زه دلته والي، سبا بل ولايت ته ځم نو زه به رايه څنګه ورکوم.))
دغه راز د غزني ښار د ناني سيمې اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې سيمه يې د ښار اړوند ده خو نه شي کولاى د رايې ورکولو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوي.
هغه وايي: ((دغه يوه نا امنه سيمه ده، که زه پر خپلې تذکرې سټېکر ولګوم، نو طالبان مې والله که ژوندی پرېږدي.))
ده هم وړاندې وکړ چې د نا امنو سيمو د خلکو پر تذکرو بايد سټېکرونه ونه لګول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو پر تذکرو د سټېکر له لګولو سره مخالفت کړى دى.
د يادونې ده، د غزني له ١٨ ولسواليو يواځې څلور ولسوالۍ يې نسبي امنيت لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP