Language

غزني کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته اعتراض  دوولسمې  ورځې ته وغځېد

غزني (پژواک، ١٢ غويى ٩٧): په غزني کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته اعتراض ۱۲ مې ورځې ته وغځېد او اعتراض کوونکي وايي، تر هغه به خپل دغه مدني حرکت ته دوام ورکړي چې غوښتنې يې ومنل شي. 

دوولس ورځې وړاندې په غزني کې یوشمېر خلکو د ټاکنو کمېسیون سره نږدې د اعتراض خېمه ووهله او  تېره پنجشنبې يې په غزني کې د ټاکنو خپلواک ولایتي دفتر هم وتاړه.

اعتراض کوونکي مولوي محمد اسماعیل روحاني نن پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه به خېمه لرې نه کړي چې غوښتنې يې نه وي منل شوې.

دى وايي، کېداى شي اعتراض کوونکي په راتلونکو ورځو کې د کابل- کندهار لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړي او د ښار په نورو سیمو کې هم خېمې ووهي.

هغه وايي:" تېره ورځ د ۲۰۳ تندر قول اردو د زون قوماندان جنرال شعور ګل اخطار راکړ چې باید خېمه لرې کړي که نه د ټانک په زور يې لرې کوي."

محمد اسماعیل وايي چې د دوى غوښتنې په غزني کې د حوزه يي ټاکنو ترسره کېدل دي او دغه راز له حکومت څخه غواړي چې تاکنو ته د نوم ليکنې پر مهال پر تذکرو سټېکر ونه لګوي.

دغه راز د هغه په وينا، غزني کې د ټاکنو په ولایتي دفتر کې له سره د کارکوونکو ګومارل او د ټاکنو د هغو مرکزونو پرانيستل چې دا مهال بند دي، هم د اعتراض کوونکو غوښتنې دي.

دى وايي، اعتراض کوونکي غواړي چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې وخت دې هم وغځول شي. 

بل اعتراض کوونکي او د ولایتي شورا غړی عبدالباري شلګری وايي چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د غزني ١١ استازي د دغه ولايت له ١٤ ولسواليو څخه يواځې له درېيو څخه بريالي شوي دي.

هغه وايي چې دغو استازو د غزني د خلکو لپاره هېڅ کار نه دى کړى. 

د ده په وينا، حوزوي ټاکنې ځکه غواړي چې د غزني له بېلابېلو سيمو خلک د رايو پر بنسټ ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.

شلګری وايي: "دولت دې نور د غزني د خلکو صبر نه ازمويي،  بلکې د غزني د خلکو غوښتنې دې ومني."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.