غزني ښار(پژواک،١٣غويى٩٧): د غزني-پکتيکا د لويې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي چې د لارې په اوږدو کې د پوليسو له لوري ځورول کيږي او هم پيسې ترې اخلي.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د دغې لارې مسافرو په پکتيکا کې د يوې خېمې په درولو سره ويلي و چې د لارې په اوږدو کې طالبان خلک له موټرو ښکته کوي، خو بيا پوليس د پيسو د ترلاسه کولو په موخه خلک ځوروي.
د خلکو ددغه غبرګون په بدل کې حکومتي چارواکو ويلي و چې پر دې لاره به امنيتي پوستې ډېرې کړي او هغه پوليس به هم د قانون منګلو ته وسپاري چې له خلکو څخه غيرقانوني پيسې اخلي.
خو د دغې لارې يو تن موټر چلوونکي عبدالاحد د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې په اوږدو کې پوليس دوى ځوروي او پيسې ترې اخلي.
هغه زياته کړه: (( له يو موټر چلوونکي څخه هر پوسته له زرو کلدارو ډېرې پيسې غواړي که ور يې نه کړي نو بيا ګوزار کوي او خلک ډېر بد بد وهي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، څه موده وړاندې د همدې لارې پوليسو د واده يو موټر هم درولى و او پيسې يې ترې اخيستې وې.
ده زياته کړه: (( په دې لار کې اته پوستې دي کوم يو ته سړى ژر پيسې ورکړي، چې ورته و وايي ولې پيسې درکړم نو وايي چې پوسته يې په بيه اخيستې ده.))
د دغې لارې يو تن بل موټر چلوونکي لعل محمد پژواک وويل چې له تېر اعتراض وروسته د يوې اوونۍ لپاره پوليسو پيسې نه اخيستې، خو اوس يې دغه لړۍ بېرته پيل کړې ده.
ده زياته کړه: (( څو ورځې وړاندې همدې پوليسو پر موټرو ډزې کړې وې، خلک يې ژوبل کړي و او کله چې ورته و وايي چې قوماندان او والي ته شکايت کوو وايي چې موږ دې اشرف غني نه پېژنو ته يې والي او قوماندان يادوې.))
همدارنګه د غزني ښار اوسېدونکي او قومي مشر نور محمد پژواک ته وويل چې د يادې ستونزې په اړه دوى د غزني او زون له چارواکو سره څو ځلې خبرې کړي، خو کومه مثبته پايله يې نه لرله.
هغه وايي: (( موږ والي ته ورغلو او دغه خبره مو ورته ټوله وکړه، والي په ژړا شو او راته ويل يې که پوليسو درنه زر روپې واخيستې زه به دوه زره درکړم، زموږ يې پيسې نه دې په کار، د لارې امنيت دې ټينګ کړي.))
د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP