Language

امنیتي ځواکونه او طالبان د غزني په اندړو کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

غزني (پژواک، ١٧ غويی ٩٧): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې د اندړو په جګړه کې ٤٧ طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا وايي چې په دې جګړه کې ٣٧ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د اندړو ولسوالۍ په ځینو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې وې چې له امله يې د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د اندړو ولسوالۍ په ځینو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه چې نن سهار پاى ته ورسېده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ٤٧ طالبان وژل شوي او ٣٢ نور ټپيان دي.

د نوري د معلوماتو له مخې، د همدې جګړو له امله دوه امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي، پنځه امنيتي سرتېري او شپږ ملکي وګړي ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((د پکتيکا- غزني لويه لار د خلکو پر مخ خلاصه ده، کوم ځاى کې چې طالبانو سړک اړولى و، هغه موږ بېرته ډک کړى او په سيمه کې اوس چاڼيز عمليات پيل شوي دي.))

بل لور ته د اندړو ولسوالۍ د سردارکلا اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې له خپلو کورونو نه دي وتلي.

هغه وايي: ((طالبانو هم موږ ته ويلي وو چې له کورونو به نه وځئ، ځکه چې موږ جګړه کوو، نو دا څلور ورځې دلته جګړه وه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

هغه وايي: ((پرون هم پر يوه کور د هاوان مرمۍ ولګېده، که څه هم چې تلفات يې نه درلودل خو څو خونې يې ويجاړې کړې دي.))

دغه راز د پکتيکا اوسېدونکي محمداکرم پژواک ته وويل: ((زه د پکتيکا- غزني پر لويه لار موټر چلوم، لاره کې جنګ دى، لاره بنده ده، دا څلور ورځې کېږي چې د جنګ له ډاره زه په غزني کې پاتې يم.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.