کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۷): کندهار کې د زون په کچه د ۶۲ میلیونه افغانيو په لګښت د لیلیې جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار والي د یادې لیلیې د بنسټ ډبرې ايښودلو پرمهال وویل، دا به د زون په کچه لیلیه وي او د سوېلي ولایتونو هغه زده کوونکي او محصلین به په کې اوسېږي چې اقتصادي ستونزې ولري.
هغه زیاته کړه، د دغې لیلیې د ودانۍ پر جوړولو څه له پاسه ۶۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د پوهنې وزارت له خوا ورکول کېږي.
دا ليليه پر ٢٥زره جريبه ځمکه کې جوړېږي؟
دغه لیلیه د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې پر ۲۵ جریبه ځمکه د ۲۴ میاشتو په موده کې جوړېږي چې پر یوه وخت به ۲۸۴ تنه په کې اوسېږي.
والي د یادې لیلیې له قراردادي وغوښتل چې له شرطنامې سره سم په معیاري بڼه دغه ودانۍ جوړه کړي.
د یوه بل خبر له مخې، د کندهار ښار په درېيمه ناحیه کې د محمد عظم ایازي په نوم نوی ښوونځی پرانیستل شو.
د دغه ښوونځي په پرانیسته کې د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د ښوونځي پر وداني ۷،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۴۵۰ زره کوونکي په کې زده کړې کوي.
هغه زیاته کړه، د محمد عظم ایازي ښوونځي پرانیستل د د درېیمې ناحیې د اوسېدونکو لپاره د پوهنې په برخه کې مهم ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي او د دغه ښوونځي د ودانۍ په ساتلو کې مرسته وکړي.
والي یادونه وکړه چې ولایتي اداره هڅه کوي د پوهنې په برخه کې د یو شمېر ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي او یو شمېر ترمیم کړي.
د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون خبر ورکړ چې پلان لري په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره ۱۰ نورې ودانۍ جوړې کړي.
د یادونې ده چې د کندهار اوسېدونکي نه یواځې د خپلو اولادونو د زده کړې په موخه د لیلیې له نشتوالي سره مخ دي، بلکې دغلته ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
login or register a new account.