ایبک (پژواک، ٢٨ غويى ٩٧): د سمنګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو غوښتل د روى دوب اب ولسوالۍ ونيسي خو د خپل پلان په عملي کولو کې بريالي نشول.
دغه څرګندونې په هغې خبرپانه کې شوې چې د غويي په ٢٨مه د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((طالبانو د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ تر نيولو وروسته پر روى دو اب ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل خو د امنيتي ځواکونو او پاڅونوالو له کلک غبرګون سره مخ شول.))
سرچينه زياتوي چې په دې جګړه کې د طالبانو د دوو کليدي کسانو په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې جګړه کې د يوې اندازې وسلې او مهماتو تر څنګ پنځه طالبان ژوندي هم نيول شوي چې دوه يې ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په سمنګان کې د وسله والو طالبانو ډېرى جنګيالي د مدرسو زده کوونکي دي چې عمرونه يې د ١٤ او ١٧ کلونو تر منځ دي.
په ورته وخت کې د سمنګان ولايتي روغتون چارواکي وايي چې له يادې جګړې د دوو ټپيانو تر څنګ د پنځو وژل شوو طالبانو جسدونه هم روغتون ته ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP