Language

غزني کې دوه ماين خښوونکي ونيول شول

غزني (پژواک، ٢٩  غويى ٩٧): د غزني مسوولين وايي، د يوې پخوانۍ سناتورې زوى يې د يوه ترافيک پوليسو د وهلو په تور او هم دوه ماين خښوونکي نيولي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل وايي، پوليسو په غزني ښار کې د پخوانۍ سناتورې او ولسي جرګې ته د احتمالي نوماندې بخت بي بي زوى ميوند، په دې خاطر نيولى چې دوه ورځې وړاندې يې يو ترافيک پوليس د ده د موټر د درولو له امله وهلى و.

د هغه په وينا، ترافيکو هغه مهال د نوموړي موټر درولى و، چې کله امنيه قوماندانۍ ته د والي په ګډون د ٥٠٣ زون قوماندان د ننوتلو په حال کې وو.

ده زياته کړه: "دغه کس ترافيک نه، بلکې خپله امنيه قومندانۍ په څپېړه وهلې او ترڅو چې د قانون له مخې سزا ونه ګوري، خوشې به يې نه کړي؛ تر قانون هېڅوک لوړ نه دي، هغه که هر څوک وي."

بل پلوه، د غزني امنيه قوماندان وايي، پوليسو نن هغه مهال دوه ماين خښوونکي ونيول چې غوښتل يې د غزني ښار او زنخان ولسوالۍ ترمنځ لاره کې ماينونه خښ کړي.

سمونوال مشعل دوه ورځې مخکې د غزني د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.