فراه (پژواک،۲۹غويی۹۷): دفاع وزير چې د کورنيو چارو له وزير، د ملي امنيت له مشر او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له قوماندان سره يو ځای فراه ته تللی، ايران ته په غير مستقيمې اشارې سره وويل چې د دغه ولايت جګړه د ګاونډيو له خوا او د اوبو د مديريت پر سر جګړه ده.
د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکلسون نن فراه ولايت ته سفر وکړ.
د فراه يوه مخور حاجي عبدالستار حسيني په دغې ناسته کې وويل چې د دغه ولايت جګړه د ايران د سپاه پاسداران له خوا ملاتړ کېږي او شواهد يې هم شته دي.
دفاع وزير چې د دغو اندېښنو په اړه يې خبرې کولې، وويل: "د افغانستان جګړه ستر اړخونه لري، دواړه ګاونډيان (ايران او پاکستان) په خپل ټول توان سره له دې جګړې څخه ملاتړ کوي او سيمه ييز شريکان هم لري."
جنرال بهرامي وويل چې اوسمهال د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې درنه جګړه روانه ده او افغان امنيتي ځواکونه هره ورځ قرباني ورکوي.
نوموړي د فراه د ناامنۍ او جګړې په اړه وويل: "د فراه جګړه په مطلق او دقيق ډول د اوبو د مديريت جګړه ده. له هغه وخته چې سلما بند (هرات کې) جوړ شوى او د بخش اباد بند (فراه کې) لومړني کارونه پيل شوي، موږ له دې دښمنيو سره مخامخ يو، خو دا زموږ د خلکو شرعي حق دی چې خپلې اوبه مديريت کړو."
د هېواد ملي دفاع وزير په دې ناسته کې د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې فراه ته نور ځواکونه استول کېږي او په دغه ولايت کې به د ملي اردو ځواکونو ټولې امنيتي نيمګړتياوې ژر تر ژره لرې کړی شي.
په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکلسون هم وويل چې طالبانو د ګاونډيو هېوادونو په ملاتړ پر فراه بريد وکړ.
نوموړي د طالبانو دغه اقدام ناکام وباله او ويې ويل چې د دغه ولايت د امنيت د خونديتوب لپاره تدابير نيول کېږي او فراه به سقوط ونه کړي.
طالبانو څلور ورځې وړاندې پر فراه ښار بريد وکړ او دغه ښار ته ننوتل، خو له بېلا بېلو ولايتونو د مرستندويو ځواکونو په استول کېدو سره، طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او له ښاره يې ووېستل.
د فراه والي دې جګړه کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي او وایي چې ۲۵ امنیتي ځواکونه او ۵ ملکي کسان هم په یادو نښتو کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور د هېواد له لوړپوړو امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې ولایت په وروستیو پېښو کې هغه سیمه ییز امنیتي مسوولین چې په خپلو دندو کې يې ناغېړي کړې، تر پېژندلو وروسته مجازات کړي.
login or register a new account.