Language

امنیه قوماندان: ډېر ژر به د غزني امنیت ښه شي

غزني ښار: (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۷): د غزني ولایت امنيتي چارواکي وايي، ډېر ژر به دغزني امنیت ښه شي او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې دغزني په امنیتي چارو کې لاس وهنه وکړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په غزني ښار او یوشمېر ولسوالیو کې امنیتي حالات ښه نه دي او له دې سره د غزني درې ولسوالۍ وسله والوطالبانونیولې چې لا هم دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه ددولت په ولکه کې نه دي .

د غزني امنیه قوماندان سمونوال فرید احمد مشعل وايي چې د غزني ټولې ولسوالۍ ددوى په لاس کې دي، خو مني چې امنیتي ستونزې موجودې دي او  ډېر ژر به د غزني امنیت ښه شي.

 نوموړي وويل، هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د غزني په امنیتي چارو کې لاس وهنه وکړي.

هغه زياته کړه چې په دې برخه کې باید د غزني خلک ورسره پوره مرسته وکړي، ترڅو د ښار او ولسوالیو امنیت نور هم ښه شي.

دده په خبره، وسله وال طالبان تل کوښښ کوي چې د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.

   امنيه قوماندان وويل :"وسله وال طالبان به هېڅکله هم ونه توانېږي چې د غزني ښار ته سقوط ورکړي او دخلکو منځ کې وېره خپره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې اوازې وې چې وسله وال طالبان غواړي د غزني ښار ته سقوط ورکړي او دغه ولایت دکندوز په څېر تر خپلې ولکې لاندې راولي.

که څه هم د غزني په څو ولسوالیو کې اوس مهال دوسله والوطالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او خلک اندېښمن دي، خو سره له دې هم دغزني چارواکي د امنيت د ښه کېدو ډاډ ورکوي.

د غزني ښار اوسېدونکی نعیم الله وايي چې د غزني ښار په یوشمېر امنیتي پوستو باندې ډېری وخت دشپې مهال جنګ وي چې ددغه جنګ له امله دواړو لورو ته تلفات هم اوړي.

نوموړی زياتوي چې دغزني خلک اوس مهال وېرېدلي او زیاتره يې له کورونو څخه نه وځي.

 هغه وايي:(( ټوله شپه په ښار کې جنګ وي دا باید ومنو چې دولت کمزوری ده ځکه چې مخه يې نه شي نیولی.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.