پلخمري (پژواک ٦ غبرګولى ٩٧): د بغلان د مدني ټولنو غړي وايي، د دې ولايت په تاله او برفک ولسوالی کې د رايې ورکولو لپاره د نوم ثبتونې بهیر لا نه دی پیل شوی.
مدني ټولنو غړو نن په خبري ناسته کې حکومت ته ګواښ وکړ، که د ولایت په ټولو سیمو کې خلکو ته د رايې ورکولو زمینه برابره نه شي او د جعلي تذکرو او سټیکرو د لګولو مخه هم ونه نیول شي، لرې نه ده چې په بغلان کې دې د ځینو سیمو خلک په ډله ییز ه توګه راتلونکې ټاکنې تحریم کړي.
مدني فعال سید علي فاضل کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، له یوې خوا حکومت د تذکرو ورکړې پروسې کې د درغلیو مخه نه نیسي، بل خوا هغه سیمې چې په کې د ټاکنو تر سره کول شوني دي، د تذکرو ورکړې او په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره نوم ثبتونې کاري ټیمونه لاهم نه دي استولي چې دا په خپله راتلونکو ټاکنو ته نه ژمنتیا او پرې د خلکو بې باورې ته لار هوارول دي.
ده زياته کړه: ((په پلخمري کې د یوې تذکرې بیه درې سوه افغانۍ ده، نوماندان یې په پیسو رانیسي، مسوولو ادارو ته مو پخوا هم ویلي، خو لا یې په اړه هیڅ ګام نه دی پورته شوی، نو ښکاري داسې چې ټاکنو کې د خلکو کمه ونډه حکومت غواړي چې په درغلیو د خلکو ونډه زیاته کړي او نړیوالو ته د ټاکنو مشروعیت وښيي، خو په حقیقت کې دا له افغانستان سره ستره جفا ده.))
د تاله برفک ولسوالۍ اوسېدونکی صبغت الله معصومي وايي، تاله برفک اوس د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې ده او د مخالفینو له لوري هیڅ ډول ستونزه نشته، خو لا هم ورته د ټاکنو خپلواک کمیسون د رايې ورکولو لپاره نوم ثبتونې ټیمونه نه دي استولي.
ده پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د ولسوالۍ مرکز او ډېری لرې پرتې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو لاس لاندې دي او خلک په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره د نوم ثبتونې د ټیمونو لارې هم څاري، خو حکومت تاله برفک ته د ثبت کاري ټیمونه نه دي استولي.))
دی زیاتوي، که د تاله برفک ولسوالۍ اوسېدونکي له ټاکنو بې برخې پاتې شي، دا به په سیمه کې نا امنیي لا پسې زیاته او تر ټاکنو وروسته چې هر څه رامنځته کېږي، پړه به یې حکومت پرغاړه وي.
په بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس عبدالملک حنیفي هم پژواک ته وویل: ((افغان ځواکونو د ولایت په ځینو نا امنه سیمو کې هم د ټاکنو زمینه برابره کړې او ځینو انتخاباتي مرکزونو ته امنیتي ګواښ زیات شوی، خو تاله برفک ولسوالۍ ته یې د ټیمونو استولو اجازه نه ده ورکړې.))
د ده په وينا، کاري ټیم یې تاله برفک ولسوالي تلو ته چمتو دی، خو د امنیت ساتونکو یې لا هم یادې ولسوالۍ ته د ټیمونو استولو اجازه نه ده ورکړې.
نوموړی وايي، تمه شته چې ډېر ژر په یاده ولسوالۍ کې هم د رايې ورکولو لپاره د خلکو د نوم ثبتونې بهیر پیل شي.
د بغلان د امنیې قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع هم د تاله برفک د امنیت په اړه پژواک ته وویل: ((له ترسره شویو عملیاتو وروسته د تاله برفک امنیتي حالت پر ښه کېدو دی او افغان ځواکونه هڅه کوي چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره لا ډاډمنه فضا رامنځته کړي.))
ده زیاته کړه، دغې ولسوالۍ ته تر اوسه د امنیتي ګواښونو له امله د ټاکنو ترسره کولو کاري ټیمونه نه دي تللي، خو ژمنه کوي چې ډېر ژر او په دوه یا درې راتلونکو ورځو کې به په دغه ولسوالۍ کې هم د خلکو د نوم ثبتونې بهیر پیل شي.
login or register a new account.