ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د نوم ليکنې ۱۲۰مرکزونه تړل شوي

په کندوز کې د نوم ليکنې ۱۲۰مرکزونه تړل شوي

author avatar
30 May 2018 - 17:42
په کندوز کې د نوم ليکنې ۱۲۰مرکزونه تړل شوي
author avatar
30 May 2018 - 17:42

کندوز(پژواک،۹غبرګولی۹۷): په کندوز کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې له ۲۲۰مرکزونو څخه، ۱۲۰ يې د نا امنۍ له امله تړل شوي او دا کار د راتلونکو ټاکنو د احتمالي نوماندانو د اندېښمنېدو لامل شوی.

په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر رييس رسول عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنيو له امله تر اوسه د کندوز په قلعه زال، کلباد، ګل تپې ولسواليو کې د نوم ليکنې پروسه نه ده پيل شوې.

نوموړي نن د( غبرګولي په ۹مه ) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ددغه ارګان د کار کوونکو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دی او له مرکزي او ځايي ادارو څخه غواړي چې د يادو سيمو د امنيت خونديتوب په موخه  دې پوځي عمليات ترسره کړي.

له بلې خوا د راتلوونکو ټاکنو لپاره احتمالي نوماندان د ټاکنو د مرکزونو د تړل کېدو او امنيتي وضعيت د خرابېدو له امله سخت اندېښمن دي او دولت د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت په خونديتوب کې ناکام ګڼي.

د ولسي جرګې احتمالي نوماند اجمل شاهپور هم د نوم ليکنې مرکزونو د تړل کېدو له امله اندېښنه په ډاګه کړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو د ګډون لپاره چې ددوی روا حق د ی، امنيت خوندي کړي.

له کندوز ولايت څخه ولسي جرګې ته بل احتمالي نوماند غفور هوتک د امنيتي ځواکونو د پلان پر نه شتون په نيوکې سره له دولت څخه وغوښتل چې د خلکو د امنيت په ټينګښت کې دې جدي پلانونه ونيسي.

د نوموړي په خبره، که دغه وضعيت دوام ومومي، په کندوز کې به سرتاسري ټاکنې ترسره نه شي، ځکه ددغه ولايت د نوم ليکنې تر نيمايي ډېر مرکزونه تړلي دي.

له بلې خوا د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الله رحماني وويل:" موږ په نا امنو سيمو کې پر جدي پلانونو کار کوو او هڅه کوو چې په لا ډېرو سيمو کې امنيت رامنځ ته کړو څو هلته د نوم ليکنې مرکزونه فعال شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې سلګونه مرکزونو د تړل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.