ګردېز(پژواک،١٢غبرګولى٩٧): د پکتيا مرکز ګردېز کې ګڼ شمېر ځوانانو د کور په کور ـ جومات په جومات په نوم د سولې حرکت پيل کړ، چې موخه يې د وسله والو طالبانو او دولت تر منځ د سولې خبرې اترې دي.
د دې حرکت تنظيموونکي وايي چې ياد ولسي کمپاين يې د پرلت له خېمې سربېره د دې لپاره پيل کړی چې وښيي خلک له جګړې ډېر ستړي شوي او غواړي دا پيغام په نوې بڼه هر کور او کلي ته ورسوي.
دوی ياد پروګرام د ګردېز اړوند د تېرې سيمې له يوه کلي او جومات څخه پيل کړ او د يادې سيمې ځينو مشرانو او ځوانانو سره په خپله سيمه کې د سولې د ټينګښت په اړه وغږېدل.
د تېرې سيمې يوه قومي مشر حاجي ولي ګل، سوله د افغان ټولنې اساسي اړتيا وبلله او ويې ويل، که د هرې سيمې خلک په اخلاص کار وکړي او خپله سيمه وساتي، ټولنه ارامه کېدای شي.
ولي ګل وويل چې يو شمېر بهرني هېوادونه او کړۍ افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې حالاتو ته په کتو دې په دغه برخه کې عملي ګام پورته او د سولې خبرې اترې دې پيل کړي.
نوموړي زياته کړه: ((چې سوله نه وي جنګ او بدبختي به وي، سولې ته بايد له يوې طريقې کار وشي، دولت او طالبان بايد له هرې ممکنه لارې اړيکې ټينګې او د سولې عملي خبرې وکړي. سوله د پېغمبرانو طريقه ده، سوله د الله تعالی امر دی. په افغانستان کې لومړی ضرورت سوله ده.))
دغه راز د تېرې سيمې بل اوسېدونکي نور خان د دې سيمې په جومات کې د سولې حرکت د پيل پر مهال د سولې ولسي غږونه اغېزناک ياد کړل او ټينګار يې وکړ چې وسله وال مخالفين بايد دې غږ ته مثبت ځواب ووايي.
نوموړي وويل چې روانه جګړه د پرديو په لمسون ده او هېڅ ډول اسلامي اړخ نه لري.
هغه زياته کړ: ((په افغانستان کې روان جنګ يو اقتصادي جنګ دی، دا د اسلام په خاطر بېخي دی نه، چې څوک ووايي چې زه د اسلام په خاطر راجګ شوی يم او جنګ کوم. که د اسلام وي زه اوس په محراب کې ولاړ يم، زه مسلمان نه يم؟ زه کلمه نه وايم؟ انشاالله له دې لارې کار کېږي او علما او مشران هم بايد خپل مسووليت ادا کړي.))
همدارنګه مدني فعال شفيق الله سحر ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه پړه وبلله چې د افغان سولې په برخه کې خپل مسووليت نه تر سره کوي چې له امله يې ورځ تر بلې هېواد کې حالات خرابېږي.
سحر وويل: ((د جنګ هغه غاړه دا غاړه دواړه مسلمانان دي، قران وايي چې مسلمانان په خپلو کې سره وروڼه دي او بيا وايي چې تاسو د دوه وروڼو تر منځ سوله وکړئ، تر څو د مسلمانانو وينه تويې نه شي.))
د سولې "کور په کور ـ جومات په جومات" حرکت يوه تنظيموونکي ساحل منګل پژواک ته وويل چې له دې حرکت څخه يې موخه تر لرې ځايونو د سولې د غږ رسول او عملي انګېزې رامنځته کول دي.
login or register a new account.