Language

ځاځي اريوب کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز(پژواک،١٧غبرګولى٩٧): د پکتيکا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې دواړه لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي بهار د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل: (( طالبانو اوازه اچولې وه چې په شګې پوسته بريد کوي، نو پوليسو هلته تدابير نيولي و، خو هغوی تکتيک کړی او د شګې پر ځای يې په ډاګ پوسته بريد کړی. زموږ د کلي پوسته ده، درې تنه په کې مړه شوي او درې زخميان دي.))

خو د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم وايي چې په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

تبسم وويل چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

مجاهد وويل چې په جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي او يو بل ټپي دی.

همدارنګه د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوولين وايي چې د تېرې کنډو پوستې ته څېرمه يې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې درې تنه مخالفين وژلي دي.

د يادې قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال فضل خدا ابراهيم پژواک ته وويل چې په جګړه کې د ملي ځواکونو يو سرتېری هم ټپي شوی دی.

د يادې پېښې په اړه وسله والو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې وسله والو مخالفينو پرون هم په ګردېز ښار کې يو پوليس او د ملي امنيت دوه کارکوونکو پر ډزو ويشتلي دي.

له تېرې څه مودې راهيسې د ګردېز ښار او اړوند سيمو کې د وسله والو فعاليت او بريدونه زيات شوي، خلک يې اندېښمن کړي او وايي چې د امنيتي چارواکو له ژمنو سربېره په امنيتي حالت کې ښه والی نه دی راغلی.

دوی د بريدونو په کابو کولو کې کشفي او استخباراتي ادارې پړې بولي او وايي چې د وسله والو مخالفينو د فعاليت او بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

login or register a new account.