غزني ښار(پژواک،١٧غبرګولى٩٧): د غزني نوى والي وايي چې ددغه ولايت اوسنى امنيتي وضعيت ورته د منلو وړ نه دى او د بدلون لپاره به يې اړينې هلې ځلې وکړي.
دغه څرګندونې د غزني نوي والي وحيدالله کليمزي نن د غبرګولي په ١٧مه د ده د پېژندنې په غونډه کې وکړې.
کليمزي وويل چې د غزني ولايت اوسنى امنيت وضعيت حکومتي چارواکو او ده ته د منلو وړ نه دى.
هغه وايي چې ډېر ژر به په غزني ښار او د ولسواليو په امنيت کې د پام وړ بدلون راشي ترڅو خلک په ډاډه زړه په راتلوونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
کليمزي په دې برخه کې جزييات وړاندې نه کړل.
نوموړی وايي:(( د مرکزي ادارې فشار دا ده چې باید د غزني امنیت کې تغیرات راشي او زما کوښښ به همدا وي.))
والي وويل چې د هيچا شخصي غوښتنې نه مني او د هيڅ ډول فشار تر اغېز لاندې به را نه شي.
هغه زياته کړه: (( د ولسمشر په امر راغلی یم دوه ورځې کار کوم خو ښه يې کوم، دهیچا تر تاثیر لاندې به را نه شم.))
خو بل لورته د غزني اوسېدونکي بيا وايي چې يواځې د چارواکو په تبديلۍ سره په دې ولايت کې بدلون نه شي راتللى.
د دې ولايت يو اوسېدونکى نقيب الله وايي چې په دې وروستيو کې د غزني امنيتي حالات ترينګلي شوي دي.
هغه وايي: (( هره ورځ چاودنې وي، هره ورځ وژنې وي، پوستې سقوط کوي، خلک ډېر اندېښمن دي، چارواکي بايد د دې ستونزو د حل لپاره سم پلانونه جوړ کړي.))
د يادونې ده چې وحيدالله کليمزي تر دې مخکې د کونړ د والي په توګه دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP