غزني ښار- پل علم(پژواک،٢٠غبرګولى٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې د ١٨ دولتي کارکوونکو قاتل، د پوليسو له لوري په يوه نښته کې وژل شوى او دغه راز په لوګر کې د طالبانو د بريد له امله څلورو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د غبرګولي په ٢٠مه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه دوه وسله وال د پوليسو له لوري په يوه نښته کې وژل شوي دي.
د قوماندان په وينا، په دې دوه تنو کې يو يې ملنګ کوچى نومېده چې په دې ولايت کې يې اتلس دولتي کارکوونکي په بې غږه تومانچه وژلي وو.
هغه وايي: (( موږ دوى ته کمين نيولى و، دوى غوښتل وتښتي خو پوليسو يې مخه نيولې چې بيا نښته رامنځته شوې او په ترڅ کې کوچى ملنګ او يو ملګرى يې وژل شوي دي.))
قوماندان زياته کړه چې د کوچي ملنګ د نورو ملګرو د نيونې په موخه يې هم هلې ځلې پيل کړې دي.
نوموړي ادعا وکړه چې د تېرو مياشتو په پرتله په دې ولايت کې د هدفي وژنو کچه ټيټه شوې ده.
د غزني د چارواکو د معلوماتو له مخې، يواځې د روانې روژې په مياشت کې د لسو په شاخوا کې دولتي کارکوونکي په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، تېره شپه وسله والو طالبانو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي دي.
د لوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي پژواک ته وويل چې په دې بريدونو کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په ځوابي بريد کې څلور وسله وال هم وژل شوي او نور يې په تيښته بريالي شوي دي.
بل لورته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې جګړو کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP