ګردېز-پلخمري(پژواک،٢٠غبرګولى٩٧): پکتيا کې د طالبانو د بريد له امله اووه پوليس وژل شوي، خو بل لورته بيا په بغلان کې پوليسو دوه سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال ګل اقا روحاني د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د زرمت ولسوالۍ په مقربخېلو او د احمد ابا ولسوالۍ په مچغلو سيمو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وويل چې په دې پېښو کې اووه پوليس او اته طالبان وژل شوي او يو شمېر نور پوليس او طالبان ټپيان دي.
دغه راز د مقربخېلو د سيمې اوسېدونکي مجيب پژواک ته وويل چې د دې سيمې له پوستې څخه طالبانو درې پوليس ژوندي هم بيولي دي.
هغه وايي: (( طالبانو بېګاه پر پوستې حمله کړې وه، ځيني پوليس يې وژلي، درې نور يې له ځانه سره بيولي او پوسته يې هم سقوط کړې ده.))
بل لورته وسله وال طالبان هم يادې پېښې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د پکتيا په زرمت او احمد ابا ولسواليو کې دوه پوستې نيولې دي.
هغه وايي چې د دې پوستو د نيونې پرمهال ١٠ پوليس وژل شوي، پنځه ژوندي نيول شوي او يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بغلان پوليس دوه سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع پژواک ته وويل چې د افغان دولت وسله والو مخالفينو په سوزکي ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي بار کړي و چې تېره شپه پوليسو د دوشي ولسوالۍ په سرپل سيمه کې نيولي دي.
هغه وايي چې د دې توکو په تړاو دوه تنه هم نيول شوي دي.
د شجاع په وينا، نيول شوو کسانو په لومړنيو څېړنو کې ويلي چې دغه توکي يې له پروان ولايت څخه بغلان ولايت ته انتقالول.
login or register a new account.