پل علم(پژواک،٢٣غبرګولى٩٧): د لوګر حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د يو ملکي وګړي په ګډون دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي او دغه راز په يوه بله پېښه کې پوليسو يو ځانمرګى بريدګر نيولى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د څرخ-پل علم پر لويه لار د ډبرو په سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې دي.
هغه وايي: (( دغه مارسيډيز موټر له څرخ څخه پل علم ته روان و چې د ملکي کسانو ترڅنګ دوه پوليس هم په کې وو، کله چې د ډبرو سيمې ته رسيدلى طالبانو ورته د دريدو امر کړى، خو موټر چلوونکي د تېښتې هڅه کړې چې بيا طالبانو پرې ډزې کړې دي.))
احمدزى وايي چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى او يو پوليس وژل شوي او د يو پوليس په ګډون اووه تنه نور ټپيان دي.
د لوګر د مرکزي روغتون يو تن ډاکټر عصمت الله پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته شپږ ټپيان ور وړل شوي چې دوه تنه يې د ژرو ټپونو له امله د درملنې په موخه کابل ته انتقال شول.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې يو ځانمرګى بريدګر نيول شوى دى.
په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد کوونکى تېره ورځ مازيګر له چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيول شوى دى.
هغه وايي: (( چاودېدونکي توکي يې په موټر سايکل کې بار کړي و او غوښتل چې د پل کندهاريو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر موټر بريد وکړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې د پوليسو له لوري ونيول شو.))
د احمدزي په وينا، نيول شوى کس تر څېړنو لاندى دى او موټر سايکل ته يې چاودنه ورکړل شوې ده.
په دې اړه د پل کندهاريو د سيمې يوتن هټيوال دنوم له خپرولو پرته پژواک ته وويل: ((پرون مازيګر يو کس چې په موټر سايکل سپور و، امنيتي ځواکونو محاصره کړ او بيا يې ونيوه، خو نور نه پوهيږم چې خبره څه وه.))
د يادو پېښو په اړه د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن