مزار شريف ( پژواک، ۲۳ غبرګولی۹۷) : په بلخ ولايت کې له (قرآن سره مينه) په نوم د حسن تلاوت سياليو پايلې اعلان شوې.
دغه سيالي چې د مزار شريف ښار د خصوصي ښونځيو د ۱۵۰ زده کونکو تر منځ جوړه شوې وه، نن چهارشنبه (غبرګولی۲۳مه) يې په پايله کې لس غوره قاريان انتخاب او د ډاليو تر څنګ ستاينليکونه ورکړل شول.
مزار شريف کې د خصوصي ښوونځيو دټولنې مشر سيد ابراهيم مرتضوي د يادې سيالۍ په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه رقابت يې د زده کوونکو تر منځ د ورورولۍ او د هغوی د پټو استعدادونو د رابرسېره کولو په موخه ترسره کړی دی.
نوموړي زياته کړه، د دغې سيالۍ لړۍ د روژې مبارکې مياشتې په پنځلسمه نېټه پيل شوه، چې ټول ټال د مزار شريف د خصوصي ښوونځيو ۱۵۰ زده کوونکو په ګډون کړی و.
د هغه په وينا، د يادې سيالۍ په پايله کې لس غوره قاريان د حکمانو له خوا انتخاب شول چې د دوی له خوا ډالۍ او ستاينليکونه ورکول شول.
مرتضوي د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې له (قران سره مينه) سيالۍ په اوږدو کې ورته معلومه شوه چې په سيمه کې يې ډېر پټ استعدادونه موجود دي چې د ښکاره کېدو لپاره يې بايد ورته پروګرامونه جوړ شي.
سيد مهدي چې په ياده سيالۍ کې د غوره تلاوت کوونکو په ډله کې انتخاب شوی، وايي چې له ډېر وخت څخه يې هيله وه چې ورته سيالۍ کې ګډون وکړي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، نويو ځوانانو ته بايد له ديني علومو سره د لا ډېرې اشنايۍزمينه برابره شي.
مهدي زياته کړه: (( که ځوانانو ته له ديني علومو سره د اشنايۍ زمينه برابره شي؛ نو د ډېرو مخه به له ناوړه کارونو څخه راوګرځي.))
د مزار شريف ښار ديني عالم مولوي هاشم عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې فرهنګي بنسټونه بايد د قران پوهنې دا ډول پروګرامونه زيات کړي.
نوموړي له رسنيو هم غوښتنه وکړه چې په خپلو پروګرامونو کې د اسلامي روزنې برخې ته ډېر پام وکړي.
دغه ديني عالم له کورنيو څخه هم غواړي چې خپلو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.
login or register a new account.